17
اوولسم باب
په تِسالونيکيه کښې اله ګوله
1بيا پولوس او سيلاس په امفيپوليس او په اپولونيه تير شول او تِسالونيکيه ته راغلل چرته چې د يهوديانو عبادتخانه وه. 2او پولوس د خپل عادت په مطابق د هغوئ عبادتخانې ته تلو او درې هفتې د هر سبت په ورځ د هغوئ سره د صحيفو نه بحث مباحثه کوله. 3او دا يې ورته تشريح او ثابت کړل چې مسيح به خامخا تکليفونه زغمى او د مړو نه به بيا ژوندے راپاڅى. او هغۀ ووئيل چې، ”کوم عيسىٰ چې زۀ تاسو ته بيانوم، هم هغه مسيح دے.“ 4په هغوئ کښې ځينې راضى شول او د پولوس او سيلاس سره ملګرى شول او دغه شان د دې ديندارو يونانيانو يو څو عزتمندې ښځې هم راضى شوې. 5خو يهوديانو د حسد له کبله د څۀ بازارى بدمعاشانو په مدد، جلوس راوويستو او په ښار کښې يې اله ګوله جوړه کړه. هغوئ د ياسون کور راګېر کړو چې پولوس او سيلاس ولټوى او د خلقو ګڼې ته يې راوباسى. 6خو چې هغوئ يې ونۀ موندل نو ياسون او ځينې نور ايمانداران يې د ښار منصفانو ته په زور راوستل او دا چغې يې وهلې چې، ”هم دې کسانو ټوله دُنيا په عذاب اخته کړې ده او اوس زمونږ ښار هم په عذابوى، 7او ياسون هغوئ د ځان سره دېره کړى دى. هغوئ د قيصر ټول قانون د پښو لاندې کړے دے او دا وائى چې دلته يو بل بادشاه دے چې نوم يې عيسىٰ دے.“ 8کله چې خلقو او د ښار منصفانو دا واورېدل نو وارخطا شول. 9نو هغوئ د ياسون او نورو نه ضمانت واخستلو او پرې يې ښودل.
پولوس رسول او سيلاس په بيريه کښې
10په هم هغه شپه ايماندارانو وروڼو پولوس او سيلاس بيريه ته ولېږل. کله چې هغوئ راورسېدل نو د يهوديانو عبادتخانې ته لاړل. 11دا يهوديان د تِسالونيکيه د يهوديانو په نسبت آزاد خياله وو، ځکه چې هغوئ کلام ډېر په اخلاص قبول کړے وو او هره ورځ به يې د صحيفو په لوستلو غور کولو ترڅو په دې پوهه شى چې د هغوئ تعليم صحيح دے او کۀ نه. 12نو په دې وجه په هغوئ کښې ډېرو ايمان راوړو او ورسره څۀ يونانيانې عزتمندې ښځې او سړى هم ملګرى شُو. 13خو چې د تِسالونيکيه يهوديانو ته دا پته ولګېده چې پولوس په بيريه کښې هم د خُدائ پاک کلام بيانوى نو هغوئ هلته هم راغلل چې ګڼه د هغوئ خلاف ولمسوى او را وې پاروى. 14نو ايماندارانو وروڼو پولوس سمدستى ښکته ساحل ته ولېږلو. خو سيلاس او تيموتيوس دواړه وروستو پاتې شول. 15هغه کسان چې د پولوس د لارې ملګرى وُو نو هغه يې اتينيه ته راوستو او په واپسۍ کښې يې سيلاس او تيموتيوس ته دا پېغام ورکړو، څومره زر چې کېدے شى ما ته خپل ځان راورسوئ.
پولوس رسول په اتينيه کښې
16بيا چې پولوس په اتينيه کښې د هغوئ په اِنتظار وو نو زړۀ يې ډېر غمژن شو چې ښار يې له بُتانو نه ډک وليدلو. 17نو هغۀ به په عبادتخانه کښې د يهوديانو او دينداره يونانيانو سره بحثونه کول او دغسې به يې په بازارونو کښې هره ورځ هغوئ سره کول څوک چې به هلته وُو. 18ځينې اِپيکورى او ستُوئيکى فلسفيانو هم ورسره بحث وکړو او ځينو ووئيل چې، ”دا بکواس کولو والا څۀ وئيل غواړى؟“ او نورو ووئيل چې، ”داسې لګى چې دے د غېرو معبودانو بيان کوى.“ او دا يې ځکه ووئيل چې هغۀ د عيسىٰ او د قيامت په حقله زيرے اورولو. 19نو هغوئ هغه ونيولو او اريوپاګوس دربار ته يې راوستو او ورته يې ووئيل چې، ”دا نوے تعليم کوم چې تۀ ورکوې، مونږ په دې پوهولے شې څۀ؟ 20مونږ ته تۀ څۀ عجيبه بيانونه رارسوې، خو مونږ په دې ځان پوهول غواړو چې د دې مطلب څۀ دے.“ 21نو په هغه وخت کښې اتينيانو او د هغه ځائ بهرنى خلقو سره په نوې سوچونو باندې د تاويلو ماويلو نه بغېر بله مشغولا نۀ وه. 22نو بيا پولوس د اريوپاګوس د دربار په وړاندې ودرېدو او وې وئيل چې، ”اے اتينيانو، زۀ وينم چې تاسو په هر لحاظ ډېر سرګرم ايمانداران يئ. 23ځکه هر کله چې زۀ په ښار کښې وګرځېدم او ما ستاسو د عبادت د څيزونو ننداره په غور سره وکړه نو ما د نورو څيزونو سره يوه قربانګاه وليدله چې دا پرې ليکلے شوى وُو چې، د نامعلومه خُدائ پاک دپاره. تاسو چې د کوم څيز د نامعلوم په طور عبادت کوئ، هم دغه څيز زۀ درته بيانوم. 24هغه خُدائ پاک چې دُنيا يې پېدا کړه او په کښې يې هر څيز هم پېدا کړل، څوک چې د آسمان او د زمکې مالِک دے هغه د بنى آدمو د لاس جوړو شوو زيارتونو کښې نۀ اوسيږى. 25نۀ د بنى آدم لاس د هغۀ خِدمت کولے شى او نۀ هغه د بنى آدم د څۀ څيز محتاج دے، بلکې هغه په خپله ټولو بنى آدمو له ژوند، ساه او هر څۀ ورکوى. 26هغۀ د دُنيا ټول قومونه چې د دُنيا په مخ اوسيږى د يو انسان نه پېدا کړى دى. هغۀ د هغوئ ميعادونه او د اوسېدو حدونه مقرر کړل. 27نو د هغۀ غرض دا وو چې دوئ د خُدائ پاک لټون وکړى او کېدے شى چې په لټولو يې بيامومئ. بېشکه چې هغه زمونږ د چا نه هم لرې نۀ دے. 28ځکه چې په هغۀ کښې زمونږ ژوندون، حرکت او وجود دے. لکه څنګه چې ستاسو خپلو ځينو شاعرانو وئيلى دى، مونږ هم د هغۀ د نسل نه يُو. 29نو چې مونږ د خُدائ پاک اولاد يُو نو بيا مونږ ته دا سوچ کول مناسب نۀ دى چې د خُدائ ذات لکه د سرو زرو، د سپينو زرو يا د کاڼى د بُت په شان وګڼو چې بنى آدم په خپله پوهه او هُنر سره جوړ کړى وى. 30په تير وختونو کښې خُدائ پاک دا جهالت نظر انداز کړے وو خو اوس هغه هر چرته ټولو بنى آدمو له حُکم ورکوى چې توبه ګار شى. 31ځکه چې هغۀ يوه ورځ مقرره کړې ده په کومه چې به هغه د دُنيا عدالت په صداقت سره د يو سړى په وسيله وکړى کوم چې هغۀ غوره کړے دے، او ټولو ته د دې ثبوت ورکولو دپاره چې هغه څوک دے چې د مړو نه يې بيا راژوندے کړو.“ 32کله چې هغوئ د مړو نه د بيا راژوندى کولو خبرې واورېدلې نو ځينو ورپورې ټوقې شروع کړې خو نورو ورته ووئيل چې، ”په دې حقله به مونږ تا نه بيا خبرې واورو.“ 33نو دغه شان پولوس د خلقو د مينځ نه ووتو. 34خو يو څو کسان ورسره شول او ايمان يې راوړو چې په هغوئ کښې يو ديونيسيوس د اريوپاګوس د دربار کس وو او ورسره دمريس نومې يوه ښځه او ځينې نور کسان هم وُو.