اول کورنتيان 6

6
شپږم باب
د ايماندارانو په مينځ کښې مقدمه
1ولې تاسو دا جرأت کوئ چې کله ستاسو د خپل ايماندار ورور سره مقدمه وى نو تاسو د فېصلې دپاره دا د بې‌دينه خلقو عدالت ته پېش کوئ او مقدسينو ته يې نۀ پېش کوئ؟ 2ولې تاسو ته دا پته نشته چې مقدسين به د دُنيا عدالت کوى؟ نو چې تاسو به د دُنيا عدالت کوئ نو ولې تاسو د دې جوګه نۀ يئ چې د معمولى نه معمولى مقدمو فېصلې وکړئ؟ 3ولې تاسو ته پته نشته چې مونږ به د فرښتو عدالت کوُو؟ نو بيا به تاسو عامې مقدمې نۀ شئ فېصله کولے څۀ؟ 4نو کۀ ستاسو په مينځ کښې عامې مقدمې وى نو ولې تاسو هغه خلق منصفان مقرروئ چې په جماعت کښې د هغوئ څۀ حيثيت نۀ وى؟ 5تاسو ته زۀ دا د شرمولو دپاره وايم چې ولې په تاسو کښې څوک هم دومره هوښيار نشته چې هغه د دوو ايماندارانو په مينځ کښې فېصله وکړى؟ 6ځکه چې يو ايماندار د بل ايماندار خلاف عدالت ته ځى او هغه هم بې‌دينو خلقو له. 7په حقيقت کښې په يو بل مقدمه کول ستاسو غلطى ده. آيا دا به ښۀ نۀ وه چې هغه نا اِنصافى مو برداشت کړے وے؟ او يا کۀ چا تاسو له دوکه درکړى وه او په هغې مو صبر کړے وے؟ 8خو تاسو په خپله ايماندارانو سره بد کوئ او ورله دوکه ورکوئ. 9ولې تاسو په دې خبر نۀ يئ چې بدکاران به د خُدائ پاک د بادشاهۍ وارثان نۀ شى؟ ځان مۀ دوکه کوئ، نۀ به حرام کار، نۀ بُت پرست، نۀ زناکار، نۀ بچه بازان، 10نۀ غلۀ، نۀ حرصناک، نۀ شرابيان، نۀ کنځل مار او نۀ به دوکه مار د خُدائ پاک د بادشاهۍ وارثان شى. 11او په تاسو کښې ځينې هم دغه شان وُو خو تاسو د مالِک عيسىٰ مسيح په نوم او زمونږ د خُدائ پاک په روح ووينځلے شوئ. بلکې پاک شوئ، صادق هم شوئ.
په بدن او روح سره خُدائ ته جلال ورکړئ
12ستاسو په خيال چې ټول څيزونه تاسو ته روا دى خو زۀ وايم چې ټول څيزونه فائده مند نۀ دى. کۀ تاسو ټول څيزونه ځان دپاره روا ګڼئ خو بيا هم خپل ځان د هغوئ غلام مۀ جوړَوئ. 13ستاسو په خيال چې خوراک د خېټې دپاره دے او خېټه د خوراک دپاره ده خو زۀ وايم چې خُدائ پاک به هغه دواړه ختم کړى. بدن د حرامکارۍ دپاره نۀ دے جوړ شوے بلکې د مالِک د خِدمت دپاره جوړ شوے دے او مالِک د بدن ساتونکے دے. 14خُدائ پاک مالِک هم بيا ژوندے کړو او مونږ به هم په خپل قُدرت سره بيا ژوندى کړى. 15ولې تاسو خبر نۀ يئ چې ستاسو بدنونه د مسيح اندامونه دى؟ نو ولې زۀ دې د مسيح اندامونو نه د يوې کنجرې اندامونه جوړ کړم؟ نه، هيڅکله نه. 16ولې تاسو نۀ يئ خبر چې هر څوک چې کنجرې له لاړ شى نو هغه د هغې سره يو بدن شى؟ ځکه چې صحيفې وائى چې، ”دا دواړه به يو بدن شى.“ 17خو هر څوک چې د مالِک سره پيوند شى، هغه به د مالِک سره يو روح شى. 18د حرام کارۍ نه تښتئ. د انسان نه چې کومه ګناه کيږى هغه د بدن نه بهر وى د زنا نه بغېر، ځکه چې حرام کار خپل بدن هم تباه کوى. 19ولې تاسو ته پته نشته چې ستاسو بدن د روحُ القُدس کور دے؟ څوک چې په تاسو کښې اوسيږى او هغه د خُدائ پاک د طرف نه تاسو ته درکړے شوے دے. نو اوس تاسو د خپل ځان مالِک نۀ يئ. 20ځکه چې خُدائ پاک تاسو په بيعه اخستى يئ، نو په دې وجه خپل بدن کښې خُدائ پاک ته جلال ورکړئ.

ទើបបានជ្រើសរើសហើយ៖

اول کورنتيان 6: PYPB

គំនូស​ចំណាំ

ចែក​រំលែក

ចម្លង

None

ចង់ឱ្យគំនូសពណ៌ដែលបានរក្សាទុករបស់អ្នក មាននៅលើគ្រប់ឧបករណ៍ទាំងអស់មែនទេ? ចុះឈ្មោះប្រើ ឬចុះឈ្មោះចូល