اول کورنتيان 4

4
څلورم باب
د رسولانو خِدمت
1تاسو مونږ د مسيح خادِمان او د خُدائ پاک د رازونو ساتونکى وګڼئ. 2اوس ساتونکو ته په کار دى چې هغوئ اعتبارى وى. 3خو زما دپاره دا ډېره وړه خبره ده چې تاسو يا بل انسانى عدالت دې زما جاج واخلى، بلکې زۀ په خپله هم د ځان جاج نۀ اخلم. 4زۀ په خپله په خپل ځان کښې د څۀ عېب احساس نۀ کوم خو د دې مطلب دا نۀ دے چې زۀ بې‌عېبه يم. ځکه چې مالِک زما جاج اخلى. 5نو په دې وجه د مقرر شوى وخت نه وړاندې فېصله مۀ کوئ، د مالِک د راتلو تر وخته انتظار وکړئ. هغه به د تيارې پټې خبرې رڼا ته څرګندې کړى او د زړۀ مقصدونه به راښکاره کړى. په هغه وخت کښې څوک چې د څومره تعريف قابل وى خُدائ پاک به دومره د هغۀ تعريف وکړى. 6اے وروڼو او خوېندو، ما په دغه خبرو کښې د خپل ځان او د اپولوس ذکر د مِثال په طور وکړو د دې دپاره چې تاسو زمونږ په وسيله د دې خبرو مطلب زده کړئ، د ليکل شوى کلام نه زيات څۀ مۀ وايئ، او د يو مشر صِفت او د بل غېبت مۀ کوئ. 7تاسو هيچا هم په بل باندې بهتر کړى نۀ يئ. او تاسو سره چې څۀ دى هغه خُدائ پاک درکړى دى. او بيا چې هر څۀ خُدائ پاک درکړى دى نو بيا په څۀ خبره فخر کوئ لکه چې هغۀ نۀ وى درکړى؟ 8ستاسو په خيال تاسو اوس هغه هر څۀ حاصل کړل څۀ چې تاسو غوښتل، تاسو اوس مالداره شوى يئ، زمونږ نه بغېر تاسو بادشاهى کوئ، په حقيقت کښې زما خواهش وو چې تاسو بادشاهان شئ نو چې مونږ هم درسره بادشاهى وکړُو. 9خو په اصل کښې خُدائ پاک مونږ رسولان د ټولو نه لاندې کړُو او د هغه خلقو په شان يې پېش کړُو په چا چې د مرګ حکم شوے وى، ولې چې مونږ د ټولې دُنيا، يعنې فرښتو او د بنى آدمو په وړاندې يوه تماشه شُو. 10مونږ د مسيح په خاطر بې‌وقوفان يُو، خو تاسو په مسيح کښې هوښيار يئ. مونږ کمزورى يُو خو تاسو زورَور يئ. تاسو عزتمند يئ او مونږ سپک يُو. 11په دې موجوده وخت کښې مونږ اوږى، تږى يُو، کپړې مو زړې دى او وهلے شوى يُو او بې‌کوره يُو، 12او مونږ په خپلو لاسونو خوارى کوُو. خلق په مونږ بد وائى، مونږ ورته دُعا کوُو، کله چې مو زوروى، مونږ يې زغمو، 13څوک چې مونږ بدناموى، هغوئ ته په مينې سره خواست کوُو. مونږ تر ننه پورې د دُنيا د ډيران او د ګند په شان پاتې شوى يُو. 14زۀ دا خبرې ستاسو د شرمولو دپاره نۀ ليکم بلکې تاسو ته د خپلو خوږو بچو په شان نصيحت کوم. 15ځکه چې کۀ په مسيح کښې ستاسو اُستاذان بې‌شمېره هم وى خو بيا هم ستاسو روحانى پلار يو دے، او د زيرى په وسيله زۀ په عيسىٰ مسيح کښې ستاسو پلار شوم. 16نو زۀ تاسو ته زارى کوم چې زما په نقش قدم شئ. 17په دې وجه ما تاسو ته تيموتيوس درولېږلو، هغه په مالِک کښې زما خوږ او وفادار زوئ دے، چې تاسو ته په مسيح کښې زما هغه طريقې دريادې کړى چې زۀ يې هغوئ ته په هر ځائ او په هر جماعت کښې تعليم ورکوم. 18خو تاسو کښې ځينې داسې مغروره شول چې زۀ ګنې تاسو ته درتلے نۀ شم. 19خو کۀ مالِک وغوښتل نو زۀ به تاسو له زر درشم او زۀ به نۀ صرف د هغه مغروره خلقو خبرې بلکې د هغوئ روحانى قدرت هم معلوم کړم. 20ځکه چې د خُدائ پاک بادشاهت په تشو خبرو نه، بلکې د هغۀ په قدرت ولاړ دے. 21نو تاسو څۀ وايئ چې زۀ تاسو ته کوتک په لاس يا په مينه د نرمۍ په روح کښې درشم؟

ទើបបានជ្រើសរើសហើយ៖

اول کورنتيان 4: PYPB

គំនូស​ចំណាំ

ចែក​រំលែក

ចម្លង

None

ចង់ឱ្យគំនូសពណ៌ដែលបានរក្សាទុករបស់អ្នក មាននៅលើគ្រប់ឧបករណ៍ទាំងអស់មែនទេ? ចុះឈ្មោះប្រើ ឬចុះឈ្មោះចូល