Bible App logo
Search Icon

زبور ۹۹

۹۹
نهه نوییم زبور
خدای ډېر لوی پاچا
1 پاچاهي کوي څښتن نو ودې لړزیږي د دنیا قومونه
هغه دی ناست په تخت د اسماني مخلوق دپاسه#۹۹: ۱ په تخت د اسماني مخلوق دپاسه: څښتن د لوی پاچا په حیث په تخت باندې ناست دی او دغه تخت اسماني مخلوقات پورته کوي.
نو ځمکه دې شي په لړزېدلو باندې
2 څښتن لویي څرګندوي صهیون کې
او دی اوچت په ټولو ولسونو باندې
3 هغوی دې ووایي ثنا د هغه د لوی او هیبتناکه نامه
ځکه چې دی هغه سپېڅلی
4 ای ځواکمن پاچا، مینه لرې د عدالت سره ته
تا قایم کړلو انصاف
په اسراییلو کې دې کړی عدالت او نېکي
5 ثنا او صفت وکړئ زمونږ د څښتن خدای
د تخت په مخکې یې د پښو په چوکۍ#۹۹: ۵ د پښو په چوکۍ: په پخوا زمانه کې به پاچاهانو د خپلو تختونو په مخکې یوه کوچنۍ چوکۍ درلودله چې خپلې پښې به یې ورباندې ایښودلې. دا د هغوی د لویۍ او عظمت په معنی وو. وکړئ سجده
ځکه چې دی هغه سپېڅلی
6 موسی او هارون وو د هغه کاهنان
او سموییل هم د هغې ډلې ؤ چې نوم یې د څښتن یاداوه
څښتن ته یې وکړلو فریاد او هغه قبول یې کړ سوال
7 د ورېځ له منځه یې له دوی سره خبرې وکړې
هغوی ومنل احکام او قوانین د هغه
چې یې ورکړي وو هغوی ته
8 ای څښتنه! ای زمونږه خدایه!
تا کړ قبول د خپلو خلکو سوال
ته د هغوی بخښونکی خدای وې
سره له دې چې تا د دوی د ګناهونو سزا ورکړه دوی ته
9 زمونږ د څښتن خدای ثنا او صفت وکړئ
عبادت وکړئ د هغه په سپېڅلي غره باندې
ځکه سپېڅلی دی زمونږ څښتن خدای

Currently Selected:

زبور ۹۹: APB

Highlight

Copy

Compare

Share

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in