Bible App logo
Search Icon

زبور ۹۸

۹۸
اته نوییم زبور
څښتن د ټولې نړۍ ټولواک دی
(زبور)
1 څښتن ته ووایئ یوه نوې سندره
ځکه کارونه یې عجیبه کړي دي
په خپل قدرت او خپل سپېڅلي ځواک یې
بریالیتوب تر لاسه کړی هغه
2 څښتن اعلان کړی دی خپل بری
خپل عدالت یې ښکاره کړی دی قومونو ته
3 تلپاتې مینه او وفا یې خپله
کړله وریاده د اسراییلو قوم ته
د ځمکې یو سر نه تر بله سره
ټولو لیدلی زمونږ د خدای بری
4 ای ټولې نړۍ، څښتن ته چیغې د خوښۍ ووهئ
د خوشحالۍ په سندرو یې ثنا ووایئ
5 د رباب ساز څښتن ته وغږوئ
هم سندرې ورته ووایئ رباب سره
6 د سرني او د پسونو د ښکرو#۹۸: ۶ ښکرو: په هغه وخت کې به یې په اسراییلو کې د پسونو ښکرونه پرېکول او د سرنیو په توګه به یې ترې کار اخیست. په اوازونو باندې
د خوشحالۍ ووهئ چیغې د څښتن
یعنې د نړۍ د پاچا حضور کې
7 دریاب دې په غړمبار شي خپلو ټولو مخلوقاتو سره
ځمکه او هرڅوک چې اوسیږي په کې
8 سیندونه دې وپړکوي خپل لاسونه
او غرونه دې ووایي سندرې د خوښۍ یو د بله سره
د څښتن حضور کې
9 ځکه څښتن راځي د دنیا د قضاوت دپاره
د نړۍ د خلکو قضاوت به په عدالت او په انصاف وکړي

Currently Selected:

زبور ۹۸: APB

Highlight

Copy

Compare

Share

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in