Bible App logo
Search Icon

زبور ۱۰۰

۱۰۰
سلم زبور
د ثنا او صفت سندره
(د شکر ادا کولو زبور)
1 ای ټولې نړۍ، څښتن ته ووهئ د خوشحالۍ چیغې
2 وکړئ عبادت د څښتن خدای په خوشحالۍ سره
په سندرو د خوښۍ د هغه حضور ته راشئ
3 ومنئ دا چې څښتن خدای دی
مونږ یو خلق کړي هغه او د هغه یو مونږه
مونږ یو خلک د هغه او رمه یې د څړځای یو
4 شکر کولو سره ننوځئ د هغه دروازو ته
د هغه عبادتځای ته د ثنا سره ورننوځئ
شکر یې ادا کړئ او صفت یې د نامه وکړئ
5 ځکه څښتن دی نېک او ده ابدي د هغه مینه
وفاداري یې ده جاري د یو نسل نه تر بله پورې

Currently Selected:

زبور ۱۰۰: APB

Highlight

Copy

Compare

Share

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in