زبور ۸۳
۸۳
دري اتیایم زبور
د اسراییلو د دښمنانو د ماتې دپاره دعا
(یوه سندره او هم د اساف زبور)
1 ای خدایه، مه پاتې کېږه ته چوپ
مه پاتې کېږه غلی او مه پاتې کېږه ارام
2 ګوره! ستا دښمنان دي د بلوا حال کې
څوک چې کرکه کوي ستا نه پورته کړي یې دي سرونه
3 د ستا د قوم په وړاندې پلانونه د ټګۍ جوړوي
د هغه ولس په ضد چې لرې ته ورسره مینه
دوی د هغوی په وړاندې دسیسې جوړوي
4 هغوی وایي: «راځئ تباه یې کړو چې قوم یې ورک شي
ترڅو چې نوم د اسراییلو تل دپاره هېر شي»
5 په خپل پلان کې سره جوړ دي هغوی
ستا مقابل کې یې تړون کړی دی
6 د ادوم او اسماعیلیانو قوم
د موآبیانو، هاجریانو قوم
7 د جبالیانو، عمونیانو، عمالیق قومونه
د فلسطین او د صور قومونه
8 د آشوریانو ولس هم دی مل شوی د هغوی سره
او قوي مټ دی هغوی د اولادې د لوط
9 دوی سره داسې عمل وکړه
لکه چې څنګه دې ؤ کړی مدیانیانو سره
او د سیسرا او هم یابین سره په غاړه د قیشون د سیند
10 لاړل له منځه په عین دور کې دوی
شول جسدونه یې په ځمکه لکه د سرې په شان
11 له مشرانو سره یې داسې عمل وکړه
لکه چې کړی دې غراب او هم د زیب سره ؤ
ته ماتې ورکړه د هغوی ټولو حاکمانو ته
لکه چې څنګه دې ورکړې وه زبح او هم صلمونع لره
12 ځکه چې دوی وویل: «وبه نیسو ځان دپاره
هغه څړځایونه چې د خدای دي»
13 د بوړبوړکۍ په شان یې وشینده ای خدایه
لکه د بوسو چې یې باد بادوي
14 لکه په اور باندې چې سوځي ځنګل
لکه لمبو باندې چې سوځي غرونه
15 په خپل توفان باندې دوی وځغلوه
ته هغوی ووېروه خپلو سختو بادونو باندې
16 د دوی مخونه په شرمونو پټ کړه
ترڅو تسلیم شي هغوی ای څښتنه ستا قدرت ته
17 وي دې رسوا هغوی او تل دې په وېره کې وي
او په ذلت کې دې هغوی شي هلاک
18 هغوی دې پوه شي چې یوازې ته یې
چې دې نوم دی څښتن
یې خدای تعالی ته د ټولې ځمکې
Currently Selected:
زبور ۸۳: APB
Highlight
Copy
Compare
Share
Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in
Text of this book may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Afghan Pashto,
Copyright © 2023 UBS. Used by permission. All rights reserved.