زبور ۸۴
۸۴
څلور اتیایم زبور
د خدای د کور سره مینه
(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د جت د ښار په تال د قورح د طایفې زبور)
1 ای مطلق قادر څښتنه
څومره زړه وړونکی دی ستا د اوسېدلو ځای
2 څومره مې زړه غواړي چې واوسم هلته
څښتن دربار کې اوسېدو پسې مې چوي زړګی
زه ژوندي خدای ته په خپل ټول زړه او ځان
چیغې د خوښۍ وهمه
3 د قربانۍ د ځایونو په خوا کې دې
چڼچڼو، توتکیو ځالې جوړې کړې ځان ته
او توتکۍ په کې بچي ساتي خپل
مطلق قادر څښتنه، زما پاچا او زما خدایه
4 هغوی څومره بختور دي چې اوسیږي ستا په کور کې
او تل سندرې د ثنا ستا وایي
5 هغوی څومره بختور دي چې د ستا نه قوت مومي
څوک لري دا شوق چې د صهیون غره ته سفر وکړي
6 د بکا د وچې درې څخه چې دوی تېریږي
نو له هغه ځای څخه چینې جوړیږي
باران د مني ډکوي یې برکتونو باندې
7 د دوی طاقت سفر کولو سره لا زیاتیږي
او د دوی هر یو په صهیون کې حاضریږي خدای ته
8 ای څښتنه ای مطلق قادره خدایه، واوره دعا زما!
ای د یعقوب خدایه، ته ماته غوږ ونیسه!
9 ای خدایه، زمونږ پاچا ته چې مو سپر دی برکت ورکړه
هغه پاچا چې تا په خپله غوره کړی
10 د یوې ورځې تېرول ستا دربار کې
بهتر دي بل ځای کې له زرو ورځو
تش درېدل د خپل خدای کور د دروازې مخې ته
د بدکارانو په خېمو کې اوسېدو څخه بهتر ګڼمه
11 څښتن سپر دی زمونږ او ځلیږي لکه د لمر په شان
هغه برکت راکوي مونږ ته په فضل او عزت
نه سپموي هېڅ ښه شی له هغو څخه
د چا چې لارې وي بې داغه لارې
12 ای مطلق قادر څښتنه
څومره بختور دی هغه کس چې په تا باندې توکل کوي
Currently Selected:
زبور ۸۴: APB
Highlight
Copy
Compare
Share
Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in
Text of this book may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Afghan Pashto,
Copyright © 2023 UBS. Used by permission. All rights reserved.