YouVersion Logo
Search Icon

زبور ۸۲

۸۲
دوه اتیایم زبور
خدای تر ټولو لوی واکمن
(د اساف زبور)
1 خدای دی ناست په اسماني دربار کې
نورو قومونو د خدایانو ترمنځ کړي قضاوت
2 «بې انصافۍ سره ترڅو به تاسو کړئ قضاوت
او د بدکارو طرفداري به کوئ؟
3 د غریبانو یتیمانو د حقونو نه ساتنه وکړئ
کوئ انصاف د محتاجانو او بې وزلو سره
4 خلاص کړئ بې وزله او غریب انسانان
د شریرانو د منګولو څخه خلاص کړئ هغوی»
5 څومره جاهل، څومره کم عقل دي هغوی!
دوی دي بالکل فاسدان
او د ځمکې مخ نه دی ورک شوی انصاف
6 ما ویل: «تاسو خو خدایان یئ
ټول د خدای تعالی بچیان یئ
7 خو مړه به شئ د انسانانو په شان
ژوند به مو ختم شي د نورو واکمنانو په شان»
8 خدایه راپاڅه د دې ځمکې عدالت وکړه
د ټولو قومونو د اختیار خاوند یې

Currently Selected:

زبور ۸۲: APB

Highlight

Copy

Compare

Share

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in