زبور ۸۱
۸۱
یو اتیایم زبور
د اختر سندره
(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د جت د ښار په تال د اساف زبور)
1 خدای ته سندرې د خوښۍ ووایئ چې دی قوت زمونږه
د خوشحالۍ ووهئ چیغې د یعقوب خدای ته!
2 سازونه پیل کړئ او چمبې ووهئ
وغږوئ د خوشحالۍ ساز
په ربابونو او چنګونو سره
3 د اختر دپاره ووهئ سرنی
په هغه وخت کې چې شي میاشت نوې
او په داسې وخت کې چې پوره شي سپوږمۍ
4 دا یو قانون دی اسراییلو کې
دا دی یو حکم د یعقوب د خدای
5 هغه جوړ کړ یو قانون یوسف دپاره
چې کله یې وکړه حمله د مصر خاوره باندې
یو نا اشنا اواز مې واورېد چې ویل یې داسې:
6 «ستاسو اوږو نه مې اوچت کړل درانه بارونه
او تاسو مې خلاص کړئ له درندو کارونو
7 کله چې تاسو وئ تکلیف کې اخته
ومو کړ ماته فریاد او تاسو مې وژغورلئ
له تندریځې ورېځې در مې کړ ځواب درته
ومې ازمایلئ تاسو د مریبه#۸۱: ۷ مریبه: د دې پېښې دپاره، هجرت ۱۷: ۱ - ۷ او د هغه لمنلیک وګورئ. د چینو څنګ کې
8 ای زما قومه واورئ زه درکومه اخطار!
ای اسراییلو کاشکې تاسو ماته غوږ ونیسئ!
9 پردی خدای دې ستاسو منځ کې نه وي
سجده ونه کړئ بېګانه خدای ته
10 زه څښتن خدای یم ستاسو
چې مې د مصر نه راوویستلئ
خلاصې مو خولې کړئ زه به ماړه کړم تاسو
11 خو زما قوم ماته غوږ ونه نیوه
او اطاعت ونه کړ اسراییلیانو زما
12 نو ځکه پرېښودل مې دوی
د خپل سخت زړه عملونو لره
چې وي روان په خواهشاتو د نفسونو پسې
13 کاشکې خپل قوم مې راته غوږ ونیسي
اسراییل کاشکې زما په لاره لاړ شي
14 زه به زر ماتې ورکړم د هغوی دښمن ته
او رقیبانو د هغوی باندې به
پورته کړم خپل لاس
15 چا چې نفرت کاوه له ما نه
زما په مخکې به ټیټ کړي
سرونه خپل له وېرې ځینې
دوی تر ابده به سزا وویني
16 خو تاسو ته به درکړم د ښو غنمو خوراک
او تاسو ماړه به کړمه د ځنګل په شاتو»
Currently Selected:
زبور ۸۱: APB
Highlight
Copy
Compare
Share
Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in
Text of this book may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Afghan Pashto,
Copyright © 2023 UBS. Used by permission. All rights reserved.