زبور ۸۰
۸۰
اتیایم زبور
بېرته پخواني حالت ته د اسراییلو د راوستلو دپاره دعا
(د سرود ویونکو د مشر دپاره: «د سوسن د ګل» په تال د اساف شاهدي او هم زبور)
1 ای د اسراییلو شپونه ته مونږ ته غوږ ونیسه
ای چې د یوسف د قبیلې کړې لارښوونه د رمې په څېر
ته په خپل تخت ناست یې پاس په سر د اسماني مخلوق #۸۰: ۱ اسماني مخلوق: دا مخلوقات د عدن د باغ ساتونکي، د خدای خدمتګاران او د هغه د تخت پورته کوونکي وو.
خپل جلال دې راښکاره کړه
2 ځان دې ښکاره خپل قبیلو ته کړه
یعنې د افرایم، بنیامین او منسي قبیلې ته
قدرت دې خپل مونږ ته راوښایه ته
راشه او خلاص کړه مونږه!
3 مونږ بېرته راوله خپل حال ته خدایه!
په ورین تندي وګوره مونږ ته
چې خلاص شو مونږه
4 ای مطلق قادر څښتنه خدایه
ته به ترڅو پورې په قهر یې خپل قوم باندې
او نه به اورې دعاګانې دې د خپلو خلکو؟
5 د ډوډۍ په ځای خوراک دې کړلو اوښکې د دوی
په دوی دې وڅښلو د اوښکو ډک جام
6 تا مونږ د خپلو ګاونډیانو د خندا کړلو
وهي ملنډې دښمنان زمونږ په مونږ باندې
7 مونږ بېرته راوله خپل حال ته
ای مطلق قادره خدایه!
په ورین تندي وګوره مونږ ته
چې خلاص شو مونږه
8 د تاک په شان دې خپل قوم وویسته د مصر څخه
تا وشړل نور اقوام
وکرل دوی دې د هغوی په ځای کې
9 تا هغه ځمکه کړله پاکه ورته
وځغلولې هغه ځای کې یې ریښې ژورې
ورباندې ډکه شوله ټوله ځمکه
10 شول غرونه ټول یې پټ په سیوري باندې
د سبر غټې ونې راوستې شاخونو یې تر سیوري لاندې
11 مدیترانې تر بحیرې پورې یې لاړې څانګې
او شولې خپرې د فرات تر سینده
12 ولې دې وران کړل دېوالونه شاوخوا د هغه؟
اوس چې هرڅوک ورنه تېریږي
نو راشکوي ترې انګور
13 وحشي خوګان لاندې کوي یې تر پښو
په کې څریږي ټول وحشي ځناور
14 مطلق قادر خدایه راواړوه مخ!
ته له اسمانه مونږ ته ښکته وګوره
راشه او وساته خپل قوم دې خدایه
15 راشه او وساته نیالګی کوم چې کرلی دی تا
دغه ځوان تاک چې قوي کړی دی تا
16 هغه ته اور دی اچولی دښمنانو زمونږ
او راچپه کړی یې دی
هغوی ته وګوره په قهر او برباد کړه هغوی!
17 نو ته قوي کړه هغه کس چې ورسره مینه کوې
هغه څوک چې غوره کړی دی تا
18 بیا به هېڅکله تا نه مونږه خپل مخ نه اړوو
ته مونږ ژوندي وساته چې ستا ستاینه وکړو
19 مونږ بېرته راوله خپل حال ته
ای مطلق قادر څښتنه خدایه!
په ورین تندي وګوره مونږ ته
چې خلاص شو مونږه
Currently Selected:
زبور ۸۰: APB
Highlight
Copy
Compare
Share
Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in
Text of this book may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Afghan Pashto,
Copyright © 2023 UBS. Used by permission. All rights reserved.