زبور ۷۹
۷۹
نهه اویایم زبور
د قوم د خلاصون دپاره دعا
(د اساف زبور)
1 ای خدایه، پردي قومونو ستا په خاوره باندې برید کړی
بې حرمتي ستا د سپېڅلي کور ده کړې هغوی
او اورشلیم یې بدل کړی کنډواله باندې
2 کړل جسدونه یې د ستا د بندګانو د مرغانو خوراک
ستا د وفادارو د بدن غوښې
شوې د ځنګل د ځناورو خوراک
3 د اوبو په شان یې وینې بهولې ستا د خلکو
ټول اورشلیم کې بهېدلې وینې
داسې څوک نه ؤ چې یې ښخ کړي مړي
4 د شاوخوا قومونو د پېغور شولو مونږ
مونږ پورې خاندي او په مونږ باندې ملنډې وهي
5 ای څښتنه، ته به په مونږ باندې په قهر یې همېش؟
ترڅو بلیږي به غیرت د ستا لکه د اور په شان؟
6 قهر نازل دې کړه ته هغو قومونو باندې چې تا نه پېژني
په هغو پاچاهیو باندې چې ستا نوم نه اخلي
7 ځکه چې دوی ده قتل کړې د یعقوب اولاده
هم تباه کړی یې هېواد د هغوی
8 مه راکوه مونږ ته سزا خپلو نیکونو د ګناه په خاطر
زمونږ په حال باندې زر رحم وکړه
ځکه چې ډېر خوار او زار شوي یو مونږ
9 ای خدایه، ای زمونږ ژغورونکیه خدایه
مونږه سره مرسته وکړه د خپل نوم د جلال په خاطر
ګناهونه زمونږ معاف کړه نجات راکړه
د خپل نوم په خاطر
10 ولې قومونه مونږ نه وکړي دا سوال
چې ستاسو خدای چېرته دی؟
پرېږده مونږ ووینو چې ته هغو قومونو نه بدل واخلې
په دې خاطر چې هغوی ستا د خادمانو بهولې وینې
11 د بندیانو زګېروي واوره
څوک چې په مرګ محکوم دي
کړه ته ازاد هغوی په خپل لوی قدرت
12 اووه چنده ورکړه ته سزا هغوی ته ای څښتنه
هغو قومونو ګاونډیو ته چې ستا یې سپکاوی کړی دی
13 نو بیا به مونږه چې یو ستا قوم، ستا د رمې پسونه
کړو همېشه به مونږ مننه ستا نه
نسل په نسل به کوو مونږه ستاینه د ستا
Currently Selected:
زبور ۷۹: APB
Highlight
Copy
Compare
Share
Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in
Text of this book may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Afghan Pashto,
Copyright © 2023 UBS. Used by permission. All rights reserved.