زبور ۱۴۵
۱۴۵
یوسلو پنځه څلوېښتم زبور
د ثنا او صفت سندره
(د داود د ثنا او صفت یوه سندره)
1 بیانوم به ستا لویي ای زما خدایه ای زما پاچا
زه تر ابده به کوم ستا د نامه ستاینه
2 زه هره ورځ به ستا ثنا وایمه
ثنا او صفت به ستا د نوم کړم تر ابده پورې
3 څښتن لوی دی او لایق دی د ډېر زیات صفت
زمونږ د پوهې نه بهر ده د هغه لویي
4 ستا د کارونو به صفت کیږي
له یوه نسل نه تر بله پورې
بیانوي به هغوی ستا زورور کارونه
5 دوی به کوي ستا د جلال او شان او شوکت خبرې
او زه به کومه غور ستا په عجیبه کارونو
6 خلک به خبرې کوي
ستا د قوي او هیبتناکه کارو په هکله
او بیانوم به زه لویي د ستا
7 بیانوي به هغوی زیاتې نېکۍ ستا
او وایي سندرې به په خوشحالۍ سره
ستا د عدالت په هکله
8 څښتن رحیم او مهربانه دی
زر نه په قهریږي او مینه یې ډېره او تلپاتې ده
9 مهربانه په هرچا دی هغه
او رحم کوي په خپلو ټولو مخلوقاتو باندې
10 ټول مخلوقات به ستا ای څښتنه وکړي شکر ستا
او ستا وفادار خلک به ووایي ثنا د ستا
11 هغوی به خبرې وکړي
ستا د پاچاهۍ د جلال په هکله
او بیانوي به ستا قدرت
12 ترڅو خبر شي ټول خلک ستا له زورورو کارو
او ستا د شاهۍ له شان شوکته څخه
13 ابدي ده پاچاهي ستا
او تل ترتله به پاچا یې ته
خپلو وعدو ته وفادار دی څښتن
او ټولو کارونو کې رحیم دی هغه
14 کوي مرسته د هغو خلکو سره
چې په تکلیف کې وي
لاس ورکوي کړوپ شویو خلکو ته
15 ټولو ژوندیو موجوداتو د امید سترګې نیولې تاته
چې په خپل وخت ورته خواړه ورکړې
16 ته یې پرېمانه ورکوې هغوی ته
او پوره کوې غوښتنې د ټول ژوندي مخلوق
17 ټولو کارونو کې عادل دی څښتن
او ټولو کارونو کې رحیم دی هغه
18 څښتن نژدې دی هغه چاته چې ورته کړي فریاد
هغه چاته چې په اخلاص ورته فریاد کوي
19 پوره کوي غوښتنې د هغو چې وېره کړي له هغه
هغه یې اوري فریادونه او خلاصون ورکوي
20 څوک چې کوي ورسره مینه نو ساتي یې هغه
خو بدکاران به ټول تباه کړي هغه
21 ثنا او صفت به زه د څښتن کومه
ټول مخلوقات دې تل صفت کړي د هغه د پاک نوم
Currently Selected:
زبور ۱۴۵: APB
Highlight
Copy
Compare
Share
Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in
Text of this book may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Afghan Pashto,
Copyright © 2023 UBS. Used by permission. All rights reserved.