YouVersion Logo
Search Icon

زبور ۱۴۴

۱۴۴
یوسلو څلورڅلوېښتم زبور
د بریالیتوب په خاطر د پاچا شکرګزاري
(د داود زبور)
1 ثنا او صفت دې وي څښتن ته
چې دی ساتونکی زما
چې راکوي راته روزنه د جګړې دپاره
او تیاروي مې جنګ ته
2 هغه زما مینه ناک خدای دی
او قوي کلا ده زما
دی پناه ځای او ژغورونکی زما
هغه دی سپر زما چې په کې اخلم پناه
او خلک راولي زما د فرمان لاندې
3 ای څښتنه، انسان څه دی چې پرې پام کوې
فاني انسان چې ته یې خیال ساتې؟
4 هغه دی لکه د ساه په شان
عمر یې تېریږي لکه سیوري په شان
5 دروازې خلاصې کړه
د خپلو اسمانونو ای څښتنه
او شه راښکته لاندې
غرونو ته لاس وروړه
چې ترې لوګی پورته شي
6 ته راولېږه برېښنا او تندر
او خواره واره کړه دښمنان دې خپل
غشي ګوزار کړه او وارخطا کړه هغوی
7 لاس دې را اوږد کړه له اسمانه
ژورو اوبو نه مې راوباسه او راکړه خلاصون
ما کړه خلاص د پردو خلکو د لاسونو څخه
8 چې هغوی هېڅکله رښتیا نه وایي
او خوري قسم په دروغو
9 ای خدایه، نوې سندره به زه وایم تاته
زه تاته وایم به سندرې د چنګ په غږولو سره
10 ته پاچاهانو ته بری ورکوې
او ته خلاصون ورکوې خپل خدمتګار داود ته
د وژونکې تورې څخه
11 ماته خلاصون راکړه
ما کړه خلاص د پردو خلکو د لاسونو څخه
چې هغوی هېڅکله رښتیا نه وایي
او خوري قسم په دروغو
12 زمونږ زامن دې په ځوانۍ کې
شي قوي لکه د بوټو په شان
زمونږ لورګانې دې وي د ښایسته ستنو په شان
چې پرې سینګار وي د ماڼۍ کنجونه
13 ګودامونه دې وي ډک زمونږه
د هر ډول غلو دانو
په څړځایونو کې دې مېږې زمونږ
راوړي بچي په زرونو او لس ګونو زرو
14 زمونږ غواګانې دې بچي راوړي پرېمانه
او درز دې نه وي زمونږ د ښار په دېوالونو کې
او څوک دې یو نه وړل شي په اسارت باندې
د غم ژړا دې نه وي زمونږ کوڅو کې
15 بختور دي هغه خلک چې پرې وي برکتونه داسې
بختور دي هغه خلک چې څښتن یې خدای دی

Currently Selected:

زبور ۱۴۴: APB

Highlight

Copy

Compare

Share

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in