YouVersion Logo
Search Icon

زبور ۱۴۶

۱۴۶
یوسلو شپږڅلوېښتم زبور
خلاصون ورکوونکي خدای ته ثنا او صفت
1 د څښتن ثنا او صفت وکړئ
ووایه ثنا د څښتن ای زما ځانه!
2 ترڅو ژوندی یم زه به وایمه ثنا د هغه
زه به خپل خدای ته ټول عمر سندرې وایم
3 په قدرتمندو خلکو تاسو توکل مه کوئ
هېڅ فاني انسان تاسو ژغورلی نه شي
4 کله چې مړه شي هغوی، بېرته ورځي خاورو ته
په هغه ورځ به شي برباد ټولې نقشې د دوی
5 بختور دی هغه څوک چې مددګار یې دی خدای د یعقوب
چې یې امید په خپل څښتن خدای باندې وي
6 چې دی خالق د اسمان، ځمکې او دریابونو
او هرڅه چې دي هغو کې
چې ولاړ وي همېشه خپلو وعدو باندې
7 چې انصاف کوي د مظلومانو سره
او وږیو خلکو ته خواړه ورکوي
څښتن بندیان ازادوي
8 او بینا کوي ړانده
لاس ورکوي کړوپ شویو خلکو ته
د نېکو خلکو سره مینه کوي
9 هغه ساتنه کوي د پردو خلکو
هغه پام کوي په کونډو او یتیمانو باندې
خو خرابوي د بدکارانو پلانونه
10 څښتن به کړي پاچاهي د تل دپاره
ای صهیونه، پاچاهي به کړي ستا خدای
ټولو نسلونو پورې
د څښتن ثنا او صفت وکړئ!

Currently Selected:

زبور ۱۴۶: APB

Highlight

Copy

Compare

Share

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in