زبور ۱۴۳
۱۴۳
یوسلو دري څلوېښتم زبور
د رحم دپاره دعا
(د داود زبور)
1 ای څښتنه، زما دعا واوره
زما زاریو ته ته غوږ ونیسه
خپلې وفادارۍ او عدالت سره قبوله کړه دعا زما
2 خپل خدمتګار دې محاکمه نه کړې ته
څوک بې ګناه نشته دی ستا نظر کې
3 دښمنان په ما پسې دي
او زه یې ځپلی یمه
زه یې اچولی یم تیاره ځای کې
د هغو خلکو په شان
چې دي مړه شوي ډېر پخوا
4 نو کمزوری شوی زما روح دی
ډېر وېرېدلی او نا امیده یمه
5 رایادومه تېر وختونه زه
کوم کارونه چې تا کړي دي
د هغو ټولو په هکله کومه فکر زه
ستا ټول کارونه راولم ذهن ته
6 پورته کومه خپل لاسونه په دعا کې تاته
د وچې ځمکې په شان تږی زما ځان دی تاته
7 زر مې قبوله کړه دعا څښتنه
ټول امیدونه مې ورکړي دي له لاسه
ته دې خپل مخ له ما نه مه اړوه
که نه نو زه به د هغو په شان شم
چې وي روان قبر ته
8 هر سهار راته رایاده کړه ته خپله تلپاتې مینه
ځکه چې تا باندې باور لرمه
ستا درګاه ته زه دعا کومه
راته وښایه ته لاره چې پرې لاړ شمه زه
9 د دښمنانو نه مې خلاص کړه ته
ځکه چې تاته مې راوړې ده پناه څښتنه
10 ته زما خدای یې، ماته وښایه ته خپله رضا
چې یې پوره کړمه زه
ستا نېک روح دې ماته وښایي سمه لاره
11 د خپل نوم په خاطر دې ای څښتنه زما ژوند وساته
خپل عدالت په خاطر خلاص کړه تکلیفونو نه ما
12 د خپلې تلپاتې مینې په خاطر
مړه دښمنان کړه زما
تباه کړه هغه خلک چې کوي ظلم په ما
ځکه چې زه ستا خدمتګار یمه
Currently Selected:
زبور ۱۴۳: APB
Highlight
Copy
Compare
Share
Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in
Text of this book may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Afghan Pashto,
Copyright © 2023 UBS. Used by permission. All rights reserved.