YouVersion Logo
Search Icon

زبور ۱۴۲

۱۴۲
یوسلو دوه څلوېښتم زبور
د دښمنانو څخه د خلاصون دپاره دعا
(د داود زبور کله چې هغه په سمڅه کې ؤ)
1 زه فریاد کوم څښتن ته
د رحم دپاره ورته کومه زارۍ
2 شکایتونه خپل ټول وړاندې کوم هغه ته
تکلیفونه خپل ټول بیانوم هغه ته
3 کله چې روح زما کمزوری شي
نو ته پوهېږې چې په کومه لاره لاړ شمه زه
په هغه لاره چې روان یمه زه
زما دښمنانو راته ایښی پټ دام
4 کله چې خپل شاوخوا ته وګورم زه
هېڅوک نه وینم چې زما کومک ته راشي
هېڅ پناه ځای نه لرم
نشته هېڅوک چې په ما پام وکړي
5 ای څښتنه، زه فریاد کومه تاته
ځکه چې ته یې پناه ځای زما
په دې ژوند کې چې څه غواړم هغه ته یې
6 زما فریاد واوره کومک دپاره
ځکه چې زه خوار او زار شوی یمه
ماته نجات راکړه د خپلو دښمنانو څخه
ځکه هغوی دي ډېر قوي زما نه
7 ته مې خلاص کړه له دې زندانه څخه
نو بیا به زه ستا د نامه ثنا او صفت کومه
ستا د نېکانو په غونډه کې
ځکه چې ما سره دې کړی احسان

Currently Selected:

زبور ۱۴۲: APB

Highlight

Copy

Compare

Share

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in