زبور ۱۴۱
۱۴۱
یوسلو یوڅلوېښتم زبور
د شپې دعا
(د داود زبور)
1 تاته زاري کوم څښتنه
همدا اوس راسره وکړه مرسته
کله چې تاته کړم زاري نو ته مې واوره اواز
2 ته قبوله کړه دعا زما لکه د خوشبویۍ په شان
ما لاسونه پورته کړي په دعا کې ته قبوله یې کړه
لکه چې څنګه قبلوې ته د ماښام قرباني
3 ای څښتنه، راسره مرسته وکړه
چې وساتمه خپله خوله په واک کې
چې بدې خبرې مې ونه وځي له شونډو څخه
4 ومې ساته چې شوقمن نه شم زه د بدو کارو
مه مې پرېږده چې شم شریک
د بدو خلکو په کارونو کې زه
او شریک دې نه شم
د هغوی په مېلمستیاوو کې زه
5 چې نېک سړی مې وهي
نو مهرباني به یې وي
که رټي مې هغه
دا به وي د ښې دوا په شان
چې زه یې رد نه کړمه
خو زه دعا کومه تل د بدکارانو د عملونو په ضد
6 د ګړنګونو نه چې کله راګوزار شي حاکمان د هغوی
بدکاره خلک به اقرار وکړي
چې خبرې وې رښتیا زما
7 هغوی به وایي: «لکه څنګه چې قلبه کوي څوک
او میده کوي خاورې
داسې خواره واره پراته به وي
زمونږ هډوکي د قبر خوله کې»
8 خو سترګې په لاره یمه زه تاته
د کومک دپاره ای څښتن تعالی
تا نه پناه غواړمه
مه مې پرېږده چې مړ شم
9 ومې ساته هغو دامونو څخه
چې راته ایښي هغوی
د بدکارانو د تیلکونو څخه
10 بدکاران دې شي راګېر خپلو دامونو کې
او زه ترې تېر شم روغ رمټ
Currently Selected:
زبور ۱۴۱: APB
Highlight
Copy
Compare
Share
Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in
Text of this book may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Afghan Pashto,
Copyright © 2023 UBS. Used by permission. All rights reserved.