زبور ۱۳۷
۱۳۷
یوسلو اووه دېرشم زبور
د اسراییلیانو د جلاوطنۍ په اړه ویر
1 مونږه په غاړه د سیندونو د بابل کښېناستو
مونږ هلته وژړل په یاد د صهیون
2 مونږه ځوړند کړل خپل ربابونه
د سپېدار په څانګو
3 هغو کسانو چې نیولي یې وو مونږ هلته
مونږ ته یې وویل چې سندرې وایئ
چې زمونږ وخت ښه تېر شي
مونږ ته ووایئ یوه سندره د صهیون په هکله
4 څنګه کولای شو مونږ
چې د څښتن سندره ووایو
په پردي وطن کې؟
5 ای اورشلیمه، که مې هېر کړلې ته
نو زما ښي لاس دې شي شل
چې بیا ونه وهم رباب
6 که زه تا یاد نه کړمه اورشلیمه
که زه د ستا په هکله ونه کړم فکر
چې ته یې لویه خوشحالي زما
نو ودې نښلي زما ژبه په تالو کې
چې بیا ونه وایم سندرې کله
7 یاد کړه څښتنه، څه وکړل ادومیانو
په هغه ورځ چې اورشلیم تسخیر شو
یاد کړه چې څنګه دوی وهلې چیغې:
«هغه وران کړئ، هغه وران کړئ
وران یې کړئ تر تهدابونو پورې»
8 ته به نابود شې ای بابله
بختور دي هغه خلک
چې تا سره وکړي هغه کار
چې تا کړی ؤ زمونږ سره
9 بختور دي هغه خلک
چې ماشومان ستا نیسي
او وهي یې د ګټانو سره
Currently Selected:
زبور ۱۳۷: APB
Highlight
Copy
Compare
Share
Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in
Text of this book may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Afghan Pashto,
Copyright © 2023 UBS. Used by permission. All rights reserved.