YouVersion Logo
Search Icon

زبور ۱۳۸

۱۳۸
یوسلو اته دېرشم زبور
د شکرګزارۍ دعا
(د داود زبور)
1 د زړه د اخلاصه دې وباسم شکر ای څښتنه
نورو خدایانو مخکې زه وایم ستا د ثنا سندره
2 کوم سجده ستا د سپېڅلي کور په لور
او ثنا او صفت دې د نامه کومه
ستا د تلپاتې مینې او وفادارۍ په خاطر
ځکه خپل نوم او خپل کلام دې کړ اوچت
ټولو شیانو باندې
3 چې کله سوال درته ما کړی قبول کړی دی تا
په خپل قدرت دې قوي کړی یم زه
4 د نړۍ ټول پاچاهان به ستا ستاینه کوي ای څښتنه
په دې خاطر چې ستا کلام دی اورېدلی هغوی
5 وایي سندرې به هغوی هغو کارو په هکله
کوم چې کړي دي تا
ځکه چې لوی دی ستا جلال
6 سره له دې چې ډېر عظیم یې ته
خو پام کوې په عاجزانو باندې
خو کبرجن خلک ته پېژنې له لېرې څخه
7 کله چې زه لاس او ګرېوان یم تکلیفونو سره
ته مې خوندي ساتې
ته ودرېږې زما د قهرجنو دښمنانو مخې ته
او بچ کوې مې ته په خپل قوي لاسونو باندې
8 ته به سرته رسوې خپل مقصد زما دپاره
ده ابدي ستا مینه ای څښتنه
تا پیدا کړي یو او مونږ مه پرېږده ته

Currently Selected:

زبور ۱۳۸: APB

Highlight

Copy

Compare

Share

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in