زبور ۱۳۶
۱۳۶
یوسلو شپږدېرشم زبور
د شکرګزارۍ سندره
1 د څښتن شکر کوئ
ځکه چې نېک دی هغه
ده ابدي د هغه مینه
2 کوئ شکر د خدایانو د خدای
ده ابدي د هغه مینه
3 شکر کوئ د څښتنانو د څښتن
ده ابدي د هغه مینه
4 یوازې هغه دی چې لویې معجزې ښایي
ده ابدي د هغه مینه
5 هغه پیدا کړي اسمانونه
په خپل حکمت باندې
ده ابدي د هغه مینه
6 خپره کړې یې ده ځمکه د اوبو دپاسه
ده ابدي د هغه مینه
7 پیدا کړې هغه لویې رڼاګانې
ده ابدي د هغه مینه
8 لمر چې حکومت کوي په ورځ باندې
ده ابدي د هغه مینه
9 سپوږمۍ او ستوري چې حکومت کوي
په شپې باندې
ده ابدي د هغه مینه
10 لومړني زېږېدل شوي یې د مصریانو مړه کړل
ده ابدي د هغه مینه
11 د اسراییلو قوم یې راوویست د مصر څخه
ده ابدي د هغه مینه
12 په خپل قوي لاس او قدرتمندو مټو
ده ابدي د هغه مینه
13 سره بحیره یې کړله بېله منځ کې
ده ابدي د هغه مینه
14 د هغې له منځ نه یې خپل قوم تېر کړ
ده ابدي د هغه مینه
15 خو فرعون او د هغه لښکر یې
غرق کړل سره بحیره کې
ده ابدي د هغه مینه
16 خپل خلک یې بوتلل د بیابان له لارې
ده ابدي د هغه مینه
17 رانسکور کړل هغه لوی پاچاهان
ده ابدي د هغه مینه
18 هغه مړه کړل قدرتمند پاچاهان
ده ابدي د هغه مینه
19 هغه مړ کړلو سیحون د اموریانو پاچا
ده ابدي د هغه مینه
20 مړ یې کړ عوج د باشان پاچا
ده ابدي د هغه مینه
21 د هغوی هېوادونه یې خپل قوم ته
په میراث کې ورکړل
ده ابدي د هغه مینه
22 هغه یې ورکړل خپل خدمتګار اسراییل ته
ده ابدي د هغه مینه
23 کله چې مونږ وخوړه ماتې
هغه هېر نه کړلو
ده ابدي د هغه مینه
24 مونږ یې له خپلو دښمنانو خلاص کړو
ده ابدي د هغه مینه
25 هغه ورکوي رزق هر ژوندي مخلوق ته
ده ابدي د هغه مینه
26 شکر وباسئ د اسمانونو خدای ته
ده ابدي د هغه مینه
Currently Selected:
زبور ۱۳۶: APB
Highlight
Copy
Compare
Share
Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in
Text of this book may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Afghan Pashto,
Copyright © 2023 UBS. Used by permission. All rights reserved.