زبور ۱۳۲
۱۳۲
یوسلو دوه دېرشم زبور
داود او د خدای کور
(په اورشلیم کې د خدای کور ته د تګ سندره)
1 ای څښتنه، در په یاد کړه داود
ټولې سختۍ یې چې زغملې در په یاد کړه هغه
2 ای څښتنه، در په یاد هغه قسم کړه چې هغه کړی ؤ
او نذر یې ورکړ ستا په نوم:
«ای د یعقوب قادره خدایه
3 نه به زه لاړ شمه خپل کور ته
او نه به وکړمه ارام خپل کټ کې
4 زه به نه شم ویده
او یوه شېبه به هم ارام ونه کړم
5 ترڅو تیار نه کړمه ځای زه د څښتن دپاره
او د اوسېدو ځای د یعقوب د قادر خدای دپاره»
6 د لوظ صندوق نه شو خبر په افراته کې
او هغه مو وموند د یعاریم سیمه کې
7 مونږ داسې وویل:
«راځئ چې لاړ شو د څښتن د اوسېدو ځای ته
راځئ چې وکړو عبادت د هغه د تخت مخې ته»
8 راشه خپل کور ته ای څښتنه، د لوظ د صندوق سره
چې ده نښه د قدرت ستا
او هلته اوسه ته د تل دپاره
9 ستا کاهنان دې ځان سمبال کړي د صداقت په لباس
ستا وفادار خلک دې وهي د خوشحالۍ چیغې
10 خپل خدمتګار داود په خاطر
مخ مه اړوه د خپل غوره شوي پاچا څخه
11 څښتن خوړلی سخت قسم دی له داود سره
داسې قسم چې هغه به یې نه ماتوي:
«چې زه به یو کس ستا د زامنو څخه
د ستا په تخت کښېنوم
12 که زما لوظ ته وفادار اوسي د ستا زامن
او هغو حکمونو ته چې زه یې ورکوم
نو د دوی زامن به تر ابده پورې
ناست وي ستا په تخت باندې»
13 ځکه څښتن دی خوښ کړی صهیون
او هغه غوښتل چې ورنه جوړ کړي خپل کور
14 هغه وویل: «دا زما کور دی تر ابده پورې
زه به اوسېږم دلته ځکه خوښ کړی دی ما
15 زه به یې پوره کړم حاجتونه ټول
او غریبان به یې په خوړو ماړه کړم
16 کاهنان به یې سمبال کړم د خلاصون په لباس
او وفادار خلک به یې چیغې وهي د خوشحالۍ
17 د داود د اولادې نه به یو تن قوي پاچا کړم دلته
زما غوره شوی پاچا به وي څراغ زما د قوم دپاره
18 زه به رسوا کړم دښمنان د هغه
خو زه به کامیابه او ښایسته کړم پاچاهي د هغه»
Currently Selected:
زبور ۱۳۲: APB
Highlight
Copy
Compare
Share
Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in
Text of this book may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Afghan Pashto,
Copyright © 2023 UBS. Used by permission. All rights reserved.