YouVersion Logo
Search Icon

زبور ۱۳۳

۱۳۳
یوسلو دري دېرشم زبور
یو د بله سره په سوله کې ژوند تېرول
(په اورشلیم کې د خدای کور ته د تګ سندره او د داود زبور)
1 څومره ښه او په زړه پورې ده دا
د خدای د قوم دپاره چې کله اوسیږي
هغوی په اتفاق سره
2 دا د مسح کولو د قیمتي تېلو په شان دي
چې راتوییږي د هارون په سر او ږیرې باندې
او راتوییږي یې د چپن په غاړه
3 دا لکه پرخه چې پرته وي د حرمون په غره
چې راوریږي د صهیون په غرونو
دا هغه ځای دی چې څښتن ورکړ برکت
د داسې ژوند چې ختمیږي نه هېڅکله

Currently Selected:

زبور ۱۳۳: APB

Highlight

Copy

Compare

Share

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in