YouVersion Logo
Search Icon

زبور ۱۳۱

۱۳۱
یوسلو یودېرشم زبور
د خاکساره سړي دعا
(په اورشلیم کې د خدای کور ته د تګ سندره او د داود زبور)
1 ای څښتنه، زما په زړه کې کبر نشته
زما په سترګو کې غرور نشته
نه کوم فکر هغه څه په هکله چې دي بهر زما له وسه
یا هغو کارو په هکله چې ډېر سخت دي راته
2 بلکې ارام او خاموش مې کړ ځان
لکه ماشوم چې د خپلې مور غېږ کې ارام پروت وي
نو داسې ماشوم په شان مې زړه دی ارام
3 ای اسراییلو، په څښتن باندې باور ولرئ
له همدا اوس نه تر ابده پورې

Currently Selected:

زبور ۱۳۱: APB

Highlight

Copy

Compare

Share

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in