YouVersion Logo
Search Icon

زبور ۱۳۰

۱۳۰
یوسلو دېرشم زبور
د بخښنې او رحم دپاره دعا
(په اورشلیم کې د خدای کور ته د تګ سندره)
1 د ډېرې زیاتې مایوسۍ نه
کړم فریاد تاته ای څښتنه
2 زما زارۍ واوره ای څښتنه
فریاد مې واوره د کومک په خاطر
3 که مو حساب د ګناهونو وکړې ای څښتنه
نو څوک ستا مخکې ودرېدلی شي؟
4 خو ته بخښونکی یې
نو باید مونږ ووېرېږو ستا څخه
5 زه څښتن ته انتظار کومه
زه په خپله انتظار کومه
او په کلام یې زه باور لرمه
6 زه انتظار کوم څښتن دپاره
د دې نه زیات انتظار
چې پهره دار یې تر سهاره کوي
د دې نه زیات انتظار
چې پهره دار یې تر سهاره کوي
7 ای اسراییلو، په څښتن باندې باور ولرئ
ځکه چې مینه یې تلپاتې ده
او هغه راضي دی همېشه چې درکړي خلاصون
8 هغه په خپله به خپل قوم اسراییل
له خپلو ټولو ګناهونو خلاص کړي

Currently Selected:

زبور ۱۳۰: APB

Highlight

Copy

Compare

Share

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in