YouVersion Logo
Search Icon

متلونه ۲

۲
دوهم فصل
د حکمت ګټې
1 ای زما زویه! که ته زما خبرې ومنې
او حکمونه مې د زړه په تل کې ذخیره کړې
2 نو زما د حکمت خبرو ته غوږ ونیسه
او خپل زړه پوهې ته رامات کړه.
3 که په حقیقت کې د عقل غوښتلو دپاره خپل غږ پورته کړې
او د پوهې دپاره په لوړ اواز نارې ووهې
4 که د سپینو زرو په شان یې لټون وکړې
او د پټو خزانو په څېر ورپسې وګرځې
5 نو په دې به پوه شې چې څنګه له څښتن څخه ووېرېږې
او د خدای پېژندلو علم به حاصل کړې.
6 ځکه دا څښتن دی چې حکمت ورکوي
او د هغه له خولې نه علم او پوهه راوځي.
7 هغه رښتینو خلکو ته د حکمت خزانې ورکوي
او د هغوی دپاره سپر دی چې خپل ژوند په صداقت تېروي.
8 ترڅو د انصاف کوونکو د لارو حفاظت وکړي
او د خپلو وفادارانو د لارې ساتنه وکړي.
9 نو بیا به ته په انصاف، عدالت او برابرۍ پوه شې
او ته به ټولې ګټورې لارې وپېژنې.
10 نو حکمت به ستا د زړه تل ته ښکته شي
علم به ستا روح خوشحاله کړي.
11 لیاقت به تا د خپل نظر لاندې وساتي
او پوهه به دې ټینګ حفاظت وکړي.
له بدۍ څخه ځان ژغورل
12 نو بیا به حکمت تا د بدکارو خلکو نه وژغوري
له هغه خلکو نه چې بدې خبرې کوي
13 څوک چې د صداقت لارې پرېږدي
او په تورو تیارو لارو تلل کوي
14 څوک چې د بدو کارونو په کولو خوشحالیږي
نو له کږو لارو نه خوند اخلي
15 د چا لارې چې کږې وږې دي
نو ټولې چارې یې غولوونکې دي.
16 نو حکمت به تا د بل چا له ښځې نه وژغوري
د هغې ښځې نه چې غوړې خبرې کوي
17 چا چې د ځوانۍ د وخت مېړه پریښی
او خپل لوظ یې هېر کړی چې د خدای سره کړی ؤ.
18 ځکه د هغې د کور لار د مرګ لور ته ښکته کیږي
او لارې یې د مړو دنیا په لور لاندې تللې دي.
19 هرڅوک چې د هغې غېږ ته ورشي بیا بېرته نه راځي
او هېڅکله به هغوی د ژوند لارو ته ونه رسیږي.
20 نو بیا به ته د ښو خلکو په لاره روان شې
او د نېکانو په لارو کې به پاتې شې.
21 نو په حقیقت کې به رښتیني خلک په دې ځمکه کې واوسیږي
او هغه څوک به په کې پاتې شي چې د پاکو زړونو خاوندان وي
22 خو بدکاران به د ځمکې له سر نه لېرې شي
او خاینان به ترې له ریښې نه وویستل شي.

Currently Selected:

متلونه ۲: APB

Highlight

Copy

Compare

Share

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in