متلونه ۳
۳
درېم فصل
په څښتن توکل کول
1 ای زما زویه! زما تعلیم مه هېروه
او زما حکمونه په خپل زړه کې ټینګ وساته
2 ځکه دا به ستا د عمر ورځې او کلونه ډېر کړي
او سوله او سلامتي به در په برخه کړي.
3 مینه او وفا د خپل ځانه مه لېرې کوه
هغه د تل دپاره د خپلې غاړې هار کړه
او د خپل زړه په تخته یې ولیکه.
4 نو بیا به ته د خدای او انسان په نظر کې نېک وګڼل شې
او د یو هوښیار انسان په توګه وپېژندل شې.
5 په خپل ټول زړه په څښتن توکل کوه
او په خپل عقل او پوهه تکیه مه کوه.
6 په هر کار کې د هغه د حضور غوښتنه کوه
نو هغه به ستا لارې هوارې کړي.
7 په خپل فکر ځان د حکمت خاوند مه ګڼه
له څښتن څخه وېره کوه او له بدۍ نه مخ واړوه.
8 نو په دې به ستا بدن تل روغ وي
او ټول وجود به دې تازه شي.
9 په خپلې شتمنۍ سره د څښتن عزت کوه
او د خپل ټول فصل لومړنۍ مېوه ورکوه
10 نو بیا به ستا ګودامونه
له غلي دانې نه ډک شي
او چاټۍ ګانې به دې
د انګورو له شیرې څخه له خولې نه واوړي.
11 نو ای زما زویه! د څښتن اصلاح ته په سپکه سترګه مه ګوره
او کله چې تا رټي نو هېڅکله مه خفه کېږه
12 ځکه څښتن چې له چا سره مینه کوي
نو هغه ته سزا ورکوي
لکه یو پلار ته چې کوم زوی منلی وي
نو رټنه یې د محبت نښه ده.
د حکمت ثمره
13 بختور دی هغه څوک چې حکمت حاصل کړي
او هغه څوک چې پوهه پیدا کړي
14 ځکه چې د هغې ثمره له سپینو زرو نه غوره ده
او حاصل یې له سرو زرو نه ډېر زیات دی.
15 هغه د لعلونو نه ډېر قیمتي دی
چې له ارزښت سره یې ستا له خوښې هېڅ ګټه برابره نه ده.
16 د هغې په یو لاس کې اوږد ژوند دی
او په بل لاس کې یې دولت او عزت دی.
17 لارې یې خوشحالوونکې دي
او ټولې لارې یې د سولې او سلامتۍ دي.
18 څوک چې هغې ته غېږ ورکوي
نو د هغوی دپاره د ژوندانه ونه ده
او بختور دي هغه څوک
چې هغې ته ټینګه غاړه ورکوي.
د څښتن حکمت
19 څښتن په خپل حکمت سره د ځمکې بنیاد کېښود
او اسمانونه یې د خپلې پوهې په وسیله پیدا کړل.
20 د هغه د علم په وسیله د ځمکې په تل کې د اوبو چینې روانیږي
او له ورېځو نه یې باران او پرخه په ځمکه راوریږي.
د حکمت په خاوندانو باندې د څښتن فضل
21 نو ای زما زویه! پوهه له خپله نظره مه لېرې کوه
او په خپل ځان کې د حکمت او لیاقت ټینګه ساتنه کوه.
22 دوی به ستا روح تازه ساتي
او دا به ستا د غاړې د فضل هار وي.
23 نو بیا به په ډاډه زړه په خپله لار روان شې
او ستا پښه به په تیږه نه لګیږي.
24 کله چې ته ویده کېږې نو نه به وېرېږې
او د څملاستو په وخت کې به په خواږه خوب ویده کېږې.
25 نو له ناڅاپي بلا نه مه وېرېږه کله چې په تا راشي
او نه د هغه توفان له تباهۍ نه چې په بدکارانو راځي
26 ځکه څښتن به تل ستا ساتونکی وي
چې پښه دې په دام کې ونه نښلي.
له خلکو سره په حکمت چلېدل
27 ترڅو چې د نېکۍ کولو توان لرې
نو د مسکینانو سره له مرستې نه ډډه مه کوه.
28 کله چې څوک ستا نه څه وغواړي او ته یې ولرې
نو ورته مه وایه چې نن لاړ شه او سبا راشه، بیا به یې درکړم.
29 د خپل ګاونډي په خلاف د زیان رسولو اراده مه لره
څوک چې ستا په خوا کې اوسیږي او په تا باور کوي.
30 ترڅو چې چا تاته زیان نه وي رسولی
نو په هغه باندې بېځایه تور مه لګوه.
31 د ظالم انسان سره بخیلي مه کوه
او د هغه د لارې پیروي مه کوه.
32 ځکه څښتن له هغه چا نه کرکه کوي چې په غلطه لار روان وي
خو هغه د رښتینو خلکو سره د دوستۍ اړیکې لري.
33 د څښتن لعنت د بدکاره انسان په کور باندې وریږي
خو هغه د نېکو خلکو په کورنیو باندې برکت وروي.
34 هغه په ملنډو وهونکو خندا کوي
خو په عاجزانو خپل فضل کوي.
35 د حکمت خاوندانو ته عزت په میراث کې رسیږي
خو کم عقلان به د شرم سره مخامخ کیږي.
Currently Selected:
متلونه ۳: APB
Highlight
Copy
Compare
Share
Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in
Text of this book may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Afghan Pashto,
Copyright © 2023 UBS. Used by permission. All rights reserved.