متلونه ۱
۱
لومړی فصل
د کتاب سریزه
1 دا د اسراییلو د پاچا او د داود د زوی سلیمان متلونه دي.
د متلونو د کتاب مقصد
2 د دې متلونو مقصد دا دی
چې خلک په حکمت او نصیحت پوره پوه شي
او د عقلمندۍ خبرې زده کړي
3 ترڅو نصیحت ومني چې هوښیار شي
او خپل ژوند په انصاف، عدالت او برابرۍ تېر کړي
4 چې ساده خلکو ته پوهه ورکوي
او ځوانانو ته علم او لیاقت وربخښي
5 نو هوښیاران دې واوري او خپل تعلیم دې زیات کړي
او عقلمندان دې له نورو ښې مشورې واخلي
6 د دې دپاره چې د متلونو او نصیحتونو په اهمیت پوه شي
او د حکمت د خاوندانو خبرې او رازونه هم وپېژني.
7 له څښتن څخه وېره د علم او پوهې شروع ده
خو جاهلان حکمت او نصیحت ته په سپکه سترګه ګوري.
د ګناهکارانو له دام نه ځان ساتل
8 ای زما زویه! د خپل پلار نصیحت ته غوږ ونیسه
او د خپلې مور روزنه له پامه مه غورځوه
9 ځکه دا ستا دپاره د افتخار شمله ده
او ستا د غاړې دپاره ښکلی هار دی.
10 نو ای زما زویه! که ګناهکاران تا لمسوي
نو د هغوی خبرو ته غوږ مه نیسه
11 که هغوی تاته ووایي: «زمونږ سره راځه
چې د چا د وینو د تویولو دپاره کمین ونیسو
او په یو بې ګناه انسان ناحقه یرغل وکړو.
12 راځه چې هغوی د قبر په څېر ژوندي تېر کړو
لکه هغه خلک چې روغ رمټ د مرګ کندې ته ښکته کیږي.
13 مونږ به هر ډول قیمتي مال دولت تر لاسه کړو
او خپل کورونه به د لوټ شوې شتمنۍ نه ډک کړو.
14 راځه، مونږ سره مل شه
او لوټ شوی مال به په خپل منځ کې ووېشو.»
15 نو ای زما زویه! د هغوی سره په لاره مه ځه
او د هغوی په پل قدم مه ږده
16 ځکه د هغوی پښې د بدۍ او زیان په لور منډې وهي
او د وینو تویولو طرف ته په بیړه روان دي.
17 نو د یو وزر لرونکي په مخکې
جال غوړول بې ګټې کار دی.
18 داسې خلک چې نورو ته په کمین کې ناست وي
نو خپله وینه تویوي
او هغوی چې په نورو یرغل کوي
نو خپل ځانونه په دام کې نښلوي.
19 نو بیا ټول ټګان چې د داسې لارو ناروا ګټه تر لاسه کوي
نو په داسې ګټې سره خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د حکمت غږ او سختې خبرې
20 حکمت په لارو کوڅو کې چیغې وهي
او په چوکونو کې په لوړ اواز نارې وهي.
21 د ګڼې ګوني په ځایونو کې خپل غږ پورته کوي
او د ښار د دروازو دننه خپله وینا کوي:
22 «ای ساده خلکو، ترڅو به تاسو له ناپوهۍ سره مینه لرئ؟
ترڅو به ملنډې وهونکي له ملنډو نه خوند اخلي
او کم عقل خلک به له علم نه کرکه کوي؟
23 ماته مخ راواړوئ او زما سختې خبرې واورئ
نو زه به د خپل زړه دروازه تاسو ته بېرته کړم
او خپل کلام به تاسو ته ښکاره کړم.
24 ما تاسو ته غږ وکړ
خو غوږونه مو بند کړي وو.
کله چې مې لاس در وغزولو
نو سترګې مو ورباندې پټې کړې.
25 زما ټولې لارښوونې مو له پام نه وغورځولې
او زما سختې خبرې مو ونه منلې.
26 کله چې په تاسو لوی مصیبت راشي
زه به په تاسو پورې وخاندم
او کله چې په تاسو لویه بلا راشي
تاسو پورې به ملنډې ووهم
27 کله چې په تاسو لویه بلا د توفان په شان راشي
کله چې لوی مصیبت لکه د سختې سیلۍ په څېر
په تاسې نازل شي
او کله چې سختي او تکلیف په تاسو راشي.
28 نو بیا به هغوی ماته چیغې وهي خو زه به ځواب نه ورکوم
او په سختۍ به ما لټوي خو پیدا به مې نه کړي
29 ځکه چې هغوی له علم نه کرکه وکړه
او له څښتن څخه یې وېره غوره نه کړه.
30 هغوی زما لارښوونه ونه منله
او زما ټولو سختو خبرو ته یې په سپکه وکتل
31 نو بیا به د خپلې کړنې مېوه وخوري
او د خپلو دسیسو په ترخه مېوه به ماړه شي.
32 نو د ساده خلکو سرکښي به د دوی د مرګ سبب شي
او د کم عقلانو بې پروایي به دوی تباه کړي
33 خو هرڅوک چې زما واوري هغه به په امن کې ژوند کوي
او له زیان څخه به وېره ونه لري.»
Currently Selected:
متلونه ۱: APB
Highlight
Copy
Compare
Share
Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in
Text of this book may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Afghan Pashto,
Copyright © 2023 UBS. Used by permission. All rights reserved.