YouVersion Logo
Search Icon

صفنياه 1

1
اول باب
1د مالِک خُدائ کلام په صفنياه نازل شو. صفنياه د کوشى زوئ او کوشى د جدلياه زوئ، او جدلياه د امرياه زوئ، او امرياه د حزقياه زوئ وو، دا کلام په هغه وخت نازل شو کله چې يوسياه د امون زوئ د يهوداه بادشاه وو.
د راتلونکې تباهۍ خبردارے
2”زۀ به د زمکې د مخ نه هر يو څيز ختم کړم،“ مالِک خُدائ فرمائى. 3”زۀ به بنى آدم او ځناور دواړه ختم کړم، زۀ به د هوا مارغان او د سمندر کبان ختم کړم. د بدعملو د کاڼو بُتان به تباه کړم او انسان به د زمکې د مخ نه ختم کړم،“ مالِک خُدائ فرمائى. 4”زۀ به خپل لاس د يهوداه او د هغوئ ټولو خلاف وراوږد کړم څوک چې په يروشلم کښې اوسيږى. زۀ به د دې ځائ نه د بعل د عبادت يادونه، د بُت پرستانو نومونه او بُت پرسته اِمامان ختم کړم، 5هغه څوک چې په چتونو د نمر، سپوږمۍ او ستورو عبادت کوى او هغوئ ته سجدې کوى، او په يو وخت کښې مالِک خُدائ ته سجدې کوى او د هغۀ په نوم قسم خورى او هم په هغه وخت کښې د مولک بُت په نوم قسم خورى. 6او دا هم هغه خلق دى چا چې ما ته شا کړې ده او زما لټون نۀ کوى او نۀ زما لارښودنه غواړى. 7د مالِک خُدائ په وړاندې خاموشه اوسه، ځکه چې د مالِک خُدائ د قيامت ورځ نزدې ده. مالِک خُدائ يوه قربانى تياره کړې ده، هغۀ هغه څوک مقدس کړى دى چې هغۀ راغوښتى دى. 8د مالِک خُدائ د قربانۍ په ورځ به زۀ شهزادګانو او د بادشاه زامنو له سزا ورکړم او هر هغه چا له چې د غېر قومونو جامې اچوى. 9په هغه ورځ به زۀ هغوئ ټولو له سزا ورکړم څوک چې د بُت د عزت دپاره په درشل وردانګى، د خپلو مالِکانو کورونه د ظلم او ټګۍ نه ډکوى. 10په هغه ورځ،“ مالِک خُدائ فرمائى، ”يوه چغه به د کب دروازې نه اوچته شى، د ښار د نوې حصې نه به ماتم، او د غونډو نه به د ماتېدو آوازونه راځى. 11د غم فرياد وکړئ، تاسو ټول چې په نوې ښار کښې اوسېږئ، ستاسو ټول سوداګر به جارُو شى، هغه ټول چې د سپينو زرو روزګار کوى هغه به تباه شى. 12زۀ به ډيوه په لاس ګوټ په ګوټ په يروشلم کښې وګرځم. زۀ به هغه خلقو له سزا ورکړم چې په خپل ځان مطمئن دى، هغه څوک چې دا سوچ کوى چې مالِک خُدائ به مونږ سره نۀ ښۀ کوى او نۀ بد. 13د هغوئ مال دولت به لوټ شى او د هغوئ کورونه به وران شى. هغوئ به کورونه جوړوى خو په کښې به نۀ اوسيږى، هغوئ به د انګورو باغونه وکَرى خو مے به ترې ونۀ څښى. 14د مالِک خُدائ د قيامت لويه ورځ رانزدې ده، ډېره نزدې ده او زر راتلونکى ده. غوږ شئ، د مالِک خُدائ د ورځ ژړا به سخته وى، په هغه ورځ به ښۀ تکړه فوجيان هم چغې وهى. 15هغه به د غضب ورځ وى، د غم او مصيبت ورځ به وى، د تباهۍ او بربادۍ ورځ به وى، د تورې تيارې او خړې ورځ به وى او د تکې تورې وريځې ورځ به وى. 16د بيګل غږولو او د جنګى نعرو ورځ چې د مضبوطو ښارونو خلاف او د لوړو برجونو خلاف به وى. 17زۀ به په خلقو داسې مصيبتونه راولم چې هغوئ به د ړندو په شان ګرځى. ځکه چې هغوئ زما خلاف ګناه کړې ده. د هغوئ وينه به د خاورو په شان تويه شى او د هغوئ لاشونه به سخا شى. 18د مالِک خُدائ د غضب په ورځ به نۀ د هغوئ سپين زر او نۀ به د هغوئ سرۀ زر هغوئ ته خلاصون ورکولے شى. د هغۀ د غېرت په اور به ټوله دُنيا وسوزيږى ځکه چې هغه به ناګهانه د هغوئ ټولو خاتمه راولى څوک چې د زمکې په مخ باندې اوسيږى.“

Currently Selected:

صفنياه 1: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in

YouVersion uses cookies to personalize your experience. By using our website, you accept our use of cookies as described in our Privacy Policy