YouVersion Logo
Search Icon

صفنياه ‮پېژندګلو‬

پېژندګلو
د حضرت صفنياه په کِتاب کښې ليکلے شوى دى چې د مالِک خُدائ ورځ راروانه ده او دا ځکه چې کله خبره د ګناه راشى نو بيا د مالِک خُدائ د صبر يو حد دے. د مالِک خُدائ ورځ راروانه ده او په هغه وخت کښې به حساب کِتاب کيږى. نۀ صرف د يهوداه سره بلکې ټولو بُت پرستو قومونو له به هم خُدائ پاک سزا ورکوى. د حضرت يوسياه بادشاه د بادشاهۍ په دوران کښې حضرت صفنياه پېشګوئې وکړه او په يهوداه کښې يې يو لوئ بدلون راوستو د دې نه مخکښې د منسى بادشاه په اوږد دور کښې لويه تباهى شوې وه. حضرت صفنياه د لوټ مار او بدۍ په حقله د خُدائ پاک د عدالت اعلان وکړو او د هغه منصوبې اعلان يې هم وکړو چې خُدائ پاک به يهوداه بحال کړى. هغۀ د مالِک خُدائ د ورځ کومه چې راتلونکې ده په حقله خبرې وکړې، يعنې هغه وخت کله چې به ګناه ته سزا ورکړے شى، او اِنصاف به فاتح شى او وفاداران چې کوم باقى پاتې وى هغه به بچ کړے شى. دا جمله د مالِک خُدائ ورځ مونږ بيا بيا په کِتاب مقدس کښې وينو چې په کښې د خُدائ پاک تاريخى راتلونکو فېصلو ته او د روزمحشر عدالت ته اِشاره کوى. د حفظ کولو دپاره صفنياه ۳‏:_۱۷ آيت ”خُدائ پاک ستاسو مل دے، هغه طاقتور دے او تاسو به بچ کړى.“

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in

YouVersion uses cookies to personalize your experience. By using our website, you accept our use of cookies as described in our Privacy Policy