YouVersion Logo
Search Icon

صفنياه 2

2
دوېم باب
توبه ويستل
1اے بې‌شرمه قومه، يو ځائ راغونډ شئ، يو ځائ شئ، 2د دې نه مخکښې چې مقرر وخت راشى او هغه ورځ مو لکه د بوسو په شان ورک کړى، د دې نه مخکښې چې د مالِک خُدائ سخت قهر په تاسو نازل شى، د دې نه مخکښې چې د مالِک خُدائ د غضب ورځ په تاسو راشى. 3مالِک خُدائ ولټوئ، اے د زمکې ټولو عاجزانو خلقو، تاسو چې څوک د هغۀ په احکامو عمل کوئ، صداقت ولټوئ، عاجزى ولټوئ. شايد چې تاسو د مالِک خُدائ د قهر په ورځ پټ کړے شئ.
د بنى اِسرائيلو د دشمنانو خلاف قضاوت
4غزه به پرېښودلے شى او اسقلون به شاړ او ويجاړ پاتې شى. په نيمه ورځ کښې به اشدود خالى شى او عقرون به د بېخ نه وويستلے شى. 5په تاسو دې افسوس وى څوک چې د سمندر په غاړ اوسېږئ، اے د چريتيانو خلقو، د مالِک خُدائ کلام ستاسو خلاف دے، اے کنعانه، د فلستيانو زمکې. زۀ به تا تباه کړم، او هيڅوک به باقى پاتې نۀ شى. 6د سمندر غاړه به د شپونکو د څرن ځائ او د ګډو شپول وى. 7دا به د يهوداه د پاتې شوى قوم په قبضه کښې وى، هلته به هغوئ ته د څرن ځائ مِلاو شى. په ماښام کښې به هغوئ د اسقلون په کورونو کښې څملى. مالِک خُدائ د هغوئ خُدائ پاک به د هغوئ غمخور وى، هغه به هغوئ بيا د غلامۍ نه واپس راولى. 8”ما د موآب بې‌عزتى او د عمونيانو پيغورونه واورېدل، چا چې زما د خلقو بې‌عزتۍ وکړې او د هغوئ د مُلک خلاف يې دهمکيانې ورکړې. 9نو په دې وجه، زۀ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک، زۀ په خپل ذات قسم خورم، يقيناً موآب به لکه د سدوم په شان، او عمونيان به لکه د عموره په شان شى. دا ځائ به د دربو او د مالګې په کندو بدل شى، او د همېشه دپاره به شاړ ويجاړ شى. زما په خلقو کښې ژوندى پاتې به هغوئ لوټ کړى، زما د قوم ژوندى پاتې به د هغوئ مُلک قبضه کړى.“ 10دا هغه څۀ دى چې دوئ ته به د خپل غرور په بدله کښې او د مالِک خُدائ ربُ الافواج د قوم د بې‌عزتۍ او خندا په وجه مِلاو شى. 11مالِک خُدائ به هغوئ ويروى کله چې هغه د ټولې دُنيا خُدايان کمزورى کړى. د دُنيا ټول قومونه به د هغۀ عبادت وکړى، او هر يو به يې په خپل مُلک کښې کوى. 12”اے د ايتهوپيا خلقو، تاسو به هم زما په تُوره ووژلے شئ.“ 13هغه به خپل لاس اوږد کړى د شمال خلاف او اسور به تباه کړى، نينوه به شاړ او ويجاړ کړى او لکه د صحرا په شان به يې اوچ کړى. 14څاروى او رمې او هر قسمه مخلوق به هلته آرام کوى. ګونګى به د دې د ستنو په سر کښې جالې جوړې کړى. د دوئ چغې به د کړکو نه دننه راځى، ملبه به د دې په دُرشلونو کښې وى، خلق به د دې دِيار تيرونه وزغلوى. 15دا هم هغه لاپرواه ښار دے چې په حفاظت کښې پروت وو. هغې خپل ځان سره ووئيل، ”زۀ د ټولو نه غټ يم، او زما نه علاوه بل نشته.“ هغې نه څۀ کنډر جوړ شو او د ځنګلى ځناورو جاله شوه. هر هغه څوک چې په هغې تېريږى نو ورپورې به مسخرې کوى او د يرې نه به توبې وباسى.

Currently Selected:

صفنياه 2: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in

YouVersion uses cookies to personalize your experience. By using our website, you accept our use of cookies as described in our Privacy Policy