YouVersion Logo
Search Icon

شمېر 1

1
اول باب
د بنى اِسرائيلو اوله مردم‌شمارى
1د دوېم کال د دوېمې مياشتې په وړومبۍ ورځ بنى اِسرائيلو د مِصر مُلک پرېښودو نه پس، د سينا په بيابان کښې مالِک خُدائ د خپل حضور په مقدسه خېمه کښې موسىٰ ته وفرمائيل، 2”تۀ او هارون د ټولو بنى اِسرائيلو د قبيلو او کورَنو مردم‌شمارى وکړئ. د هغه ټولو سړو نومونه وليکئ 3چې عُمر يې شل کاله يا د دې نه زيات وى او چې جنګ کولے شى. 4د هرې قبيلې نه يو يو مشر راوغواړه چې ستا مدد وکړى.“ 5‏-16دا هغه سړى دى چې د خپلو قبيلو مشران دى، کوم چې ستاسو د ملګرتيا دپاره د قوم نه خوښ کړے شوى دى يعنې د روبين د قبيلې نه اليصور د شدِيُور زوئ، د شمعون د قبيلې نه سلومى‌اېل د صورى‌شدى زوئ، د يهوداه د قبيلې نه نحشون د عمى‌نداب زوئ، د يساکار د قبيلې نه نتنى‌ايل د ضُعر زوئ، د زبولون د قبيلې نه اِلياب د حيلون زوئ، د اِفرائيم د قبيلې نه اليسمع د عميهود زوئ، د منسى د قبيلې نه ګملى‌اېل د فداهصور زوئ، د بنيامين د قبيلې نه ابِدان د جدعونى زوئ، د دان د قبيلې نه اخيعزر د عمى‌شدى زوئ، د آشر د قبيلې نه فجعى‌اېل د عکران زوئ، د جاد د قبيلې نه اِلياسف د دعو‌اېل زوئ، د نفتالى قبيلې نه اخيرع د عينان زوئ. 17د دې دولسو سړو په مدد سره موسىٰ او هارون، 18د دوېمې مياشتې په اوله ورځ د بنى اِسرائيلو ټول قوم راغونډ کړو او د ټولو خلقو نومونه يې د قبيلو او کورَنو په مطابق وليکل. د هغه ټولو سړو نومونه وليکلے شول او وشمېرلے شول چې عُمر يې شل کاله يا د دې نه زيات وو، 19هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ حُکم ورکړے وو. د سينا په بيابان کښې، موسىٰ خلق وشمېرل. 20‏-46هغه ټول سړى چې عُمر يې شل کاله يا د شلو کالو نه زيات وو او چې جنګ يې کولے شو نو د هغوئ نومونه د قبيلو او کورَنو په مطابق وليکلے شول، شروع د روبين د قبيلې نه وشوه، چې د يعقوب مشر زوئ وو. ټول شمېر دا دے. د روبين اولاد شپږ څلوېښت زره او پينځۀ سوه کسان وُو، د شمعون اولاد يو کم شپېتۀ زره او درې سوه کسان وُو، د جاد اولاد پينځۀ څلوېښت زره شپږ سوه او پنځوس کسان وُو، د يهوداه اولاد څلور اويا زره او شپږ سوه کسان وُو، د يساکار اولاد څلور پنځوس زره او څلور سوه کسان وُو، د زبولون اولاد اووۀ پنځوس زره او څلور سوه کسان وُو، د اِفرائيم اولاد څلوېښت زره او پينځۀ سوه کسان وُو، د منسى اولاد دوه دېرش زره او دوه سوه کسان وُو، د بنيامين اولاد پينځۀ دېرش زره او څلور سوه کسان وُو، د دان اولاد دوه شپېتۀ زره او اووۀ سوه کسان وُو، د آشر اولاد يو څلوېښت زره او پينځۀ سوه کسان وُو، د نفتالى اولاد درې پنځوس زره او څلور سوه کسان وُو. دا ټول په شمېر کښې شپږ لاکه درې زره او پينځۀ سوه پنځوس کسان وُو. 47د ليويانو نومونه د نورو قبيلو سره نۀ وُو ليکلے شوى، 48ځکه چې مالِک خُدائ موسىٰ ته فرمائيلى وُو چې، 49”کله چې تۀ د هغه سړو مردم‌شمارى کوې چې جنګ کولے شى، نو د ليوى قبيله په کښې مۀ شاملوه. 50خو ليويان زما د حضور مقدسې خېمې او د دې د ټول سامان مشران مقرر کړه. هغوئ به خېمه او د دې سامان وړى، خِدمت به کوى او د دې نه ګېرچاپېره به خېمې لګوى. 51هر کله چې تاسو خېمې بل ځائ ته اوړئ نو ليويان به مقدسه خېمه راټولوى او په هر يو نوى ځائ کښې به يې لګوى. بل هر څوک چې مقدسې خېمې ته ورنزدې شى نو وبه وژلے شى. 52او نور اِسرائيليان به قبيله په قبيله خېمې ودروى، هر يو سړے به د خپلې قبيلې سره وى او د خپلې جنډې لاندې به وى. 53خو ليويان به د مقدسې خېمې د حِفاظت دپاره د دې نه ګېرچاپېره خېمې ولګوى، چې څوک نزدې رانۀ شى، هسې نه چې د بنى اِسرائيلو قوم ته زۀ په قهر شم.“ 54نو بنى اِسرائيلو هم هغه شان وکړل څنګه چې مالِک خُدائ موسىٰ ته حُکم کړے وو.

Currently Selected:

شمېر 1: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in

YouVersion uses cookies to personalize your experience. By using our website, you accept our use of cookies as described in our Privacy Policy