YouVersion Logo
Search Icon

شمېر 2

2
دوېم باب
هرې قبيلې ته د خېمو ځايونه په نښه کول
1بيا مالِک خُدائ موسىٰ او هارون ته دا اصُول وښودل. 2کله چې اِسرائيليان کېمپ جوړوى، نو هر سړے به د خپل لښکر د جنډې لاندې خېمه ودروى. خېمې به د مقدسې خېمې نه ګېرچاپېره لګولے شى. 3‏-9نمرخاتۀ طرف ته، چې څوک د يهوداه د لښکر د جنډې لاندې وى نو هغوئ به په خپلو ډلو کښې خېمې ودروى، د هغوئ د قبيلو د مشرانو نومونه دا دى. د يهوداه قبيلې مشر نحشون زوئ د عمى‌نداب، د قبيلې شمېر څلور اويا زره او شپږ سوه کسان دى، د يساکار قبيلې مشر نتنى‌ايل زوئ د ضُعر، د قبيلې شمېر څلور پنځوس زره او څلور سوه کسان دى، د زبولون قبيلې مشر اِلياب زوئ د حيلون، د قبيلې شمېر اووۀ پنځوس زره او څلور سوه کسان دى. دا ټول په شمېر کښې يو سل او شپږ اتيا زره او څلور سوه کسان دى. د يهوداه لښکر به مخکښې روان وى. 10‏-16جنوب طرف ته، څوک چې د روبين د لښکر د جنډې لاندې وى نو هغوئ به په خپلو ډلو کښې خېمې ودروى، د هغوئ د قبيلو د مشرانو نومونه دا دى. د روبين قبيلې مشر اليصور زوئ د شدِيُور، د قبيلې شمېر شپږ څلوېښت زره او پينځۀ سوه کسان دى، د شمعون قبيلې مشر سلومى‌اېل زوئ د صورى‌شدى، د قبيلې شمېر يو کم شپېتۀ زره او درې سوه کسان دى، د جاد قبيلې مشر اِلياسف زوئ د دعو‌اېل، د قبيلې شمېر پينځۀ څلوېښت زره شپږ سوه پنځوس کسان دى. دا ټول په شمېر کښې يو سل او يو پنځوس زره او څلور سوه پنځوس کسان دى. دوېم به د روبين لښکر روان وى. 17بيا دې د اولنو دوه لښکرو او د وروستنو دوه لښکرو په مينځ کښې ليويان روان شى چې مقدسه خېمه يوسى. هر يو لښکر به هم په هغه ترتيب روان وى چې څنګه خېمې ودروى، هر يو به په خپل خپل ځائ د خپلې جنډې لاندې وى. 18‏-24نمرپرېواتۀ طرف ته، څوک چې د اِفرائيم د لښکر د جنډې لاندې وى نو هغوئ به په خپلو ډلو کښې خېمې ودروى، د هغوئ د قبيلو د مشرانو نومونه دا دى. د اِفرائيم قبيلې مشر اليسمع زوئ د عميهود، د قبيلې شمېر څلوېښت زره او پينځۀ سوه کسان دى، د منسى قبيلې مشر ګملى‌اېل زوئ د فداهصور، د قبيلې شمېر دوه دېرش زره او دوه سوه کسان دى، د بنيامين قبيلې مشر ابِدان زوئ د جدعونى، د قبيلې شمېر پينځۀ دېرش زره او څلور سوه کسان دى. دا ټول په شمېر کښې يو سل او اتۀ زره او سل کسان دى. درېم به د اِفرائيم لښکر روان وى. 25‏-31شمال طرف ته، څوک چې د دان د لښکر د جنډې لاندې وى نو هغوئ به په خپلو قبيلو کښې خېمې ودروى، د هغوئ د قبيلو د مشرانو نومونه دا دى. د دان قبيلې مشر اخيعزر زوئ د عمى‌شدى، د قبيلې شمېر دوه شپېتۀ زره او اووۀ سوه کسان دى، د آشر قبيلې مشر فجعى‌اېل زوئ د عکران، د قبيلې شمېر يو څلوېښت زره او پينځۀ سوه کسان دى، د نفتالى قبيلې مشر اخيرع زوئ د عينان، د قبيلې شمېر درې پنځوس زره او څلور سوه کسان دى. دا ټول په شمېر کښې يو لاک اووۀ پنځوس زره او شپږ سوه کسان دى. په آخر کښې به د دان لښکر روان وى. 32د بنى اِسرائيلو د ټولو لښکرو شمېر شپږ لاکه درې زره پينځۀ سوه او پنځوس کسان وُو چې قبيله په قبيله د هغوئ نومونه وليکلے شول. 33هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ موسىٰ ته حُکم کړے وو، ليويان د نورو بنى اِسرائيلو سره يو ځائ ونۀ شمېرلے شول. 34بنى اِسرائيلو هم هغه شان وکړل چې څنګه مالِک خُدائ موسىٰ ته حُکم کړے وو. هغوئ هر يو د خپلې جنډې لاندې خېمې ودرولې او هر يو د خپلې قبيلې سره روان وو.

Currently Selected:

شمېر 2: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in

YouVersion uses cookies to personalize your experience. By using our website, you accept our use of cookies as described in our Privacy Policy