YouVersion Logo
Search Icon

شمېر ‮پېژندګلو‬

پېژندګلو
د شمېر په کِتاب کښې حضرت موسىٰ عليه السلام د کنعان د سفر قيصه بيانوى، کوم سفر چې هغوئ لوظ کړے شوى وطن ته کړے وو. اګر چې د مِصر نه تر وعده شوى مُلک پورې سفر دومره اوږد نۀ دے خو هلته په رسېدو کښې بنى اِسرائيلو څلوېښت کاله وخت واخستلو. هم په دې کِتاب کښې د دې وجه هم بيان شوې ده. د بنى اِسرائيلو د نافرمانۍ او د ايمان د کمزورتيا په وجه خُدائ پاک هغوئ په بيابان کښې سرګردانه وګرځول. په ټول کِتاب کښې خُدائ پاک ته خپل هغه لوئ مقام حاصل دے څوک چې بې‌اعتقادى او بغاوت نۀ نظرانداز کوى خو هغه داسې هم څرګنديږى څوک چې خپل لوظ په وفادارۍ سره قائموى او په صبر سره د خپلو خلقو حاجتونه پوره کوى. کوم سفر چې مونږ ته دا هم رايادوى چې خُدائ پاک زمونږ مل دے لکه څنګه چې زمونږ سفر د جنت طرف دے. د حفظ کولو دپاره شمېر ۲۳‏:_۱۹ آيت، ”خُدائ پاک د بنى آدم په شان نۀ دے، چې دروغ ووائى، هغه بنى آدم نۀ دے چې خپله فېصله بدله کړى. هغه چې کومه وعده وکړى، نو هغه پوره کوى، هغه چې څۀ وائى، نو هغه کوى.“

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in

YouVersion uses cookies to personalize your experience. By using our website, you accept our use of cookies as described in our Privacy Policy