YouVersion Logo
Search Icon

ناحوم ‮پېژندګلو‬

پېژندګلو
د حضرت ناحوم پېغام دا دے چې خُدائ پاک د دُنيا معاملې په خپل قابو کښې ساتى. د دُنيا د لوئ نه لوئ يو طاقت هم د خُدائ پاک منصوبه د مکمل کېدو نه نۀ شى ايسارولے. هغه په هر څۀ قادر دے. په لويو لويو بادشاهانو ترقى او زوال راغلے دے، خو په مکمل تاريخ کښې څوک هم تر اوسه پورې د دې قابل شوے نۀ دے چې د خُدائ پاک طاقت له شکست ورکړى. او هم دا د هغۀ د منونکو دپاره د تسلۍ باعث خبره ده، کۀ هر څومره هم حالات خراب شى خو د هغوئ يقين هم په خُدائ پاک وى. حضرت ناحوم د نينوه خلقو له خبردارے ورکړو چې زر به د اسور خلق په تاسو حمله وکړى. خو حضرت ناحوم غرورناکو او طاقتورو اسوريانو له هم خبردارے ورکړو چې هغوئ به هم تباه شى کۀ چرې توبه يې ونۀ کړه او خُدائ پاک ته راونۀ ګرځېدل. هغه وفادارو له دعوت ورکوى چې د مصيبت په وخت کښې مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته راوګرځئ او ورسره وعده کوى چې خُدائ پاک به د هغوئ حفاظت وکړى. د حفظ کولو دپاره ۱‏:_۷ آيت ”مالِک خُدائ ښۀ دے، د تکليف په وخت کښې هغه مضبوطه قلعه ده. او هغه د هغوئ حفاظت کوى څوک چې په هغۀ باور کوى.“

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in

YouVersion uses cookies to personalize your experience. By using our website, you accept our use of cookies as described in our Privacy Policy