YouVersion Logo
Search Icon

ناحوم 1

1
اول باب
د مالِک خُدائ غصه د نينوه خلاف
1د ناحوم القوشى د رويا په کِتاب کښې د نينوه په حقله پېغام. 2مالِک خُدائ غېرتى او بدل اخستونکے خُدائ پاک دے، مالِک خُدائ بدل اخلى او د قهر نه ډک دے. او مالِک خُدائ د خپلو دشمنانو نه بدل اخلى او خپله غصه د خپلو دشمنانو خلاف جارى ساتى. 3مالِک خُدائ په مزه غصه کيږى، خو هغه ډېر طاقتور هم دے، مالِک خُدائ به مجرم بغېر د سزا پرې نۀ ږدى. د هغۀ لاره په تېزه هوا او طوفان کښې ده، او وريځې د هغۀ د پښو دوړې دى. 4هغه سمندر رټى او اوچوى، هغه ټول سيندونه اوچوى. د بسن او د کرمل شينکے اوچوى، او د لبنان ګلونه مړاوى کوى. 5د هغۀ د وړاندې غرونه لړزيږى، او غونډۍ ويلى کيږى. او زمکه د هغۀ په حضور کښې لړزيږى، دُنيا او هر هغه څوک چې په کښې اوسيږى. 6څوک د هغۀ قهر ته ودرېدے شى؟ څوک د هغۀ سخته غصه برداشت کولے شى؟ د هغۀ قهر لکه د اور په شان نازل شوے دے، ګټان د هغۀ په وړاندې ټوکړې ټوکړې شول. 7مالِک خُدائ ښۀ دے، د تکليف په وخت کښې هغه مضبوطه قلعه ده. او هغه د هغوئ حفاظت کوى څوک چې په هغۀ باور کوى. 8خو هغه به په يو زورَور سېلاب سره د نينوه خاتمه وکړى، هغه به خپل دشمنان د لحد تيارو ته ورسوى. 9هغوئ څوک چې د مالِک خُدائ خِلاف منصوبه جوړوى هغه به يې په يو ګزار سره سراسر برباد کړى. او د دوېم ګزار ضرورت به ورته نۀ وى. 10د هغۀ دشمنان به د هغه سړو غوندې چې په ازغو کښې راګېر وى او چې په خپلو شرابو نشه وى، هغوئ به لکه د اوچو بوسو په شان وسوزى. 11ستا نه، اے نينوه، څوک راغلو چې د مالِک خُدائ خلاف منصوبې جوړوى، څوک چې بې‌کاره مشوره ورکوونکى دى. 12مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، ”اګر کۀ اسوريان اِتحاديان لرى او بې‌شمېره دى، هغوئ به ورک او تباه شى. اګر کۀ تاسو ما په تکليف کړئ، اے يهوداه، خو زۀ به تاسو نور په تکليف نۀ کړم. 13اوس به زۀ د اسوريانو جغ ستاسو د څټ نه اخوا کړم او ستاسو بيړۍ به وشلوم.“ 14مالِک خُدائ ستا په حقله حکم کړے دے، اے نينوه، ”ستا اولاد به نۀ وى چې ستا نوم پرې پاتې شى. زۀ به هغه جوړ شوى تصويرونه او بُتان تباه کړم کوم چې ستاسو د معبودانو په عبادتخانو کښې دى. زۀ به ستا قبر تيار کړم، ځکه چې تۀ بدچلنه يې.“ 15په غرونو نظر د هغه چا پښو ته واچوئ څوک چې ښۀ زېرے راوړى، او د امن و امان پېغام او د خلاصون اعلان کوى. اے يهوداه خپل اخترونه وکړئ، او خپلې عام منښتې کوئ. بدعمله به نور هيڅکله په تاسو قبضه نۀ کوى، هغوئ به په مکمل توګه تباه شى.

Currently Selected:

ناحوم 1: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in

YouVersion uses cookies to personalize your experience. By using our website, you accept our use of cookies as described in our Privacy Policy