YouVersion Logo
Search Icon

ميکاه 7

7
اوؤم باب
د بنى اِسرائيلو بدبختى
1زۀ څومره بدبخته يم، زۀ د هغه مېوه راټولونکى په شان يم چې د فصل د راټولولو نه وروستو د خوړلو دپاره هيڅ څيز پېدا نۀ کړى. نۀ د انګورو يوه غنچه د انګورو په باغ کښې او نۀ د اينځر يو تازه دانه چې خپله لوږه ورباندې ماته کړى. 2مؤمنان د دُنيا نه ختم کړے شول، يو نېک هم پاتې نۀ شو. ټول انسانان په دې انتظار کښې دى چې وينه توئ کړى، هر يو خپل ورور په جال کښې راګېروى. 3د هغوئ دواړه لاسونه په غلطو کارونو کښې تکړه دى، حکمرانان تحفې غواړى، قاضيان رشوت قبلوى، زورَور هغه حکم کوى چې څۀ يې خوښ وى. دوئ ټول يو ځائ سازشونه کوى. 4د هغوئ د ټولو نه ښۀ هم لکه د ازغن بوټى په شان دے، د هغوئ ډېر نېکان د ازغن بوټو د ډېرى نه هم خراب دى. خو ستاسو د فېصلې ورځ راغلې ده، ستاسو د سزا او وارخطايۍ وخت رارسېدلے دے. 5په خپل ګاونډى باور مۀ کوه، مۀ په خپل دوست اعتبار کوه. تر دې چې څوک ستا په غېږ کښې اودۀ کيږى هغې سره هم په خپلو خبرو کولو کښې خيال کوه. 6ځکه چې نن سبا زوئ د پلار بې‌احترامى کوى، او لور د خپلې مور خلاف راپاڅى، اِنږور د خپلې خواښې مخالفت کوى. او د سړى دشمنان به د هغۀ د خپل کور خلق وى. 7خو زۀ به د مالِک خُدائ په امداد نظر ساتم، زۀ د خپل خلاصونکى خُدائ پاک انتظار کوم، زما خُدائ پاک به زما واورى.
بنى اِسرائيل به راوچت شى
8ما ته په حسرت سره مۀ ګوره، زما دشمنه، اګر کۀ زۀ غورزېدلے يم، زۀ به بيا راوچت شم. اګر کۀ زۀ په تيارۀ کښې ناست يم، خو مالِک خُدائ به زما رڼا وى. 9ځکه چې ما د هغۀ خلاف ګناه کړې ده، نو زۀ به د مالِک خُدائ قهر وزغمم، ترڅو چې هغه زما د مقدمې وکالت وکړى او زما حق قائم کړى. هغه به ما بهر رڼا ته راولى، زۀ به د هغۀ صداقت وګورم. 10بيا زما دشمنان به دا وګورى او دوئ به وشرميږى، هغه چا چې ما ته ووئيل چې، ”مالِک خُدائ ستا خُدائ پاک چرته دے؟“ زما سترګې به د هغې بربادى وګورى، اوس به هغه داسې د پښو لاندې شى لکه په کوڅو کښې چې خټې وى. 11ستا د دېوالونو جوړولو دپاره ورځ به راشى، په هغه ورځ به ستا سرحدونه لوئ شى. 12د ډېرو ځايونو نه به خلق ستا د عزت کولو دپاره راشى د اسور نه واخله د مِصر ښارونو پورې، او د مِصر نه واخله د فرات سيند پورې، او د لرى سمندرونو او غرونو پورې. 13زمکه به د اوسېدونکو په وجه او د هغوئ د بدو عملونو په نتيجه کښې د خلقو نه شاړه شى.
دُعا او شُکر ګزارى
14اے مالِکه، د خپلو خلقو شپونتوب په خپلې لښتې سره وکړه، په خپله برخه رمې څوک چې د زرخيزه زمکې په مينځ کښې په ځنګل کښې اوسيږى، هغوئ پرېږده چې لکه د پخوا په شان په بسن او جِلعاد کښې وڅريږى. 15بيا مالِک خُدائ فرمائى چې، ”د هغه ورځو په شان کله چې تاسو د مِصر نه راووتلئ، زۀ به هغوئ ته خپلې معجزې وښايم.“ 16قومونه به وګورى او حېران به شى، هغوئ به د خپل ټول زور نه محروم شى. هغوئ به ګوته په خولۀ ودريږى او هغوئ به هيڅ نۀ اورى. 17هغوئ به لکه د مار خاوره وخورى، لکه د هغه مخلوق چې په زمکه په سينه ښويږى. هغوئ به په رپېدو بهر د خپل غارونو نه راوځى، هغوئ به د يرې نه مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک ته راوګرځى او تا نه به يريږى. 18ستا په شان خُدائ څوک دے چې په خپلو غوره شوو کښې د بچ شوو خلقو جرمونه معاف کړى او د هغوئ ګناهونه نظر انداز کوى؟ ستا غصه د همېشه دپاره نۀ وى، خو تۀ په رحم ښودلو خوشحالېږې. 19تۀ به بيا په مونږ باندې مهربانه شې، تۀ به زمونږ ګناهونه د پښو لاندې کړې او زمونږ ټولې بې‌اِنصافۍ به د سمندر بېخ ته وغورزوې. 20او د يعقوب اولاد ته به تۀ خپل رحم وښائې، تۀ به د اِبراهيم اولاد ته رښتونے يې، څنګه چې تا په تېر وخت کښې زمونږ پلار نيکۀ سره وعده کړې ده.

Currently Selected:

ميکاه 7: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in