6
شپږم باب
د خُدائ پاک مقدمه د بنى اِسرائيلو خلاف
1هغې ته غوږ شئ څۀ چې مالِک خُدائ فرمائى، ودرېږه، خپله مقدمه د غرونو د وړاندې بيان کړه، پرېږده چې غرونه واورى چې تۀ څۀ وائې. 2واورئ، اے غرونو، د مالِک خُدائ اِلزام، تاسو غوږ ونيسئ. غوږ شئ، اے د زمکې ابدى بنيادونو. ځکه چې مالِک خُدائ د خپلو خلقو خلاف مقدمه کړې ده، هغه د بنى اِسرائيلو خلاف جرم لګوى. 3”زما خلقو، ما تاسو سره څۀ کړى دى؟ ما په تاسو څۀ بوج اچولے دے؟ ما له جواب راکړئ. 4ما تاسو د مِصر نه بهر راوويستئ، او ما تاسو د غلامۍ د مُلک نه آزاد کړئ. ما موسىٰ سره د هارون او مريم درولېږل چې ستاسو لارښودنه وکړى. 5اے زما خلقو، هغه وخت راياد کړئ چې بلق د موآب بادشاه تاسو ته د نقصان رسولو کوشش کولو او بعور د بلعام زوئ څۀ جواب ورکړو. راياد کړئ خپل سفر د شطيم نه تر جِلجال پورې، نو تاسو ته به د مالِک خُدائ د صداقت کارونه معلوم شى.“ 6”زۀ د څۀ سره د مالِک خُدائ د وړاندې راشم او د لوئ خُدائ پاک په وړاندې سجده وکړم؟ آيا زۀ د هغۀ په وړاندې د يو کلن سخو د سوزېدونکو قربانو سره راشم؟ 7آيا مالِک خُدائ به په زرګونو ګډانو، او د زيتُونو د تېلو په زرګونو نِهرونو خوشحاله شى؟ آيا زۀ خپل وړومبے پېدا شوے ماشوم د خپلو ګناهونو دپاره پېش کړم، او د خپل بدن مېوه د خپل روح د ګناهونو دپاره؟“ 8هغۀ تاسو ته ووئيل، اے انسانه، چې ښېګړه څۀ ته وائى، او مالِک خُدائ درنه څۀ غواړى، يعنې چې اِنصاف کوئ او د رحم سره مينه کوئ او د خپل مالِک خُدائ سره په عاجزۍ سره تلل کوئ.
د بنى اِسرائيل ګناه او سزا
9غوږ شئ، مالِک خُدائ ښار ته آواز کوى. او ستا د نوم نه يرېدل حکمت دے. ”په هغه چوکه غور وکړئ او په هغۀ هم چا چې مقرر کړې ده. 10آيا زۀ د بدعمله په کور کښې په بدعملۍ سره ګټلے شوې خزانې هېرې کړم، او هغه کم ناپ تول چې پرې لعنت شوے دے؟ 11آيا زۀ هغه سړے بېسزا پرېږدم څۀ چې په تول کښې بېايمانى کوى، او ورسره د غلط وزن تيلۍ وى؟ 12د هغې مالداره خلق ظالمان دى، د هغې خلق دروغژن دى او د هغوئ ژبې د دوکې خبرې کوى. 13نو بيا ستاسو د ګناهونو په وجه ما ستاسو تباه کول، او ورانول شروع کړل. 14تاسو به خوراک وکړئ، خو ماړه به نۀ شئ، او ستاسو خېټه به اوس هم تشه وى. تاسو به څيزونه جمع کړئ خو څۀ به بچ نۀ کړئ، ځکه چې تاسو څۀ جمع کوئ هغه به زۀ په تُوره ووهم. 15تاسو به غله وکَرئ، خو فصل به ونۀ رېبئ، تاسو به د زيتُونو نه تېل وباسئ خو دا به خپل ځان دپاره استعمال نۀ کړئ، تاسو به انګورو نه مے وباسئ، خو مے به ونۀ څښئ. 16تاسو د عُمرى بادشاه خراب قانون او د اخىاب د قوم ټول خراب رسمونه اختيار کړى دى. نو په دې وجه به زۀ تاسو بلکل تباه و برباد کړم او نورو خلقو ته به مو د عبرت يو مثال وګرځوم. څوک هم چې تاسو ګورى ستاسو نه به کرکه کوى او درپورې به مسخرې کوى.“