5
پينځم باب
1خپل فوج راغونډ کړه، اے د فوجيانو ښاريې، ځکه چې زمونږ خلاف محاصره شوې ده. هغوئ به د اِسرائيل مشر په چوکې سره په مخ ووهى.
د بيتلحم نه وعده کړے شوے حکمران
2خو تۀ، اے د بيتلحم اِفراته، اګر کۀ تۀ د يهوداه په قبيلو کښې وړه يې، خو تا نه به ما دپاره هغه راشى څوک چې به د اِسرائيل سردار وى، د هغۀ نسب زوړ دے، او د پخوانۍ زمانې نه راروان دے. 3نو بنى اِسرائيل به تر هغه وخته پورې خپلو دشمنانو ته پرېښودلے شى ترڅو چې د يوې اُميدوارې ښځې د ماشوم د پېدا کېدو وخت پوره شى. او چې د هغۀ نور وروڼه د بنى اِسرائيلو سره د اِتحاد کولو دپاره راواپس شى. 4هغه به د خپلو رمو د شپونتوب دپاره ودريږى د مالِک خُدائ په طاقت سره، د مالِک خپل خُدائ پاک د نوم په رُعب سره. او هغوئ به په امن سره اوسيږى، نو بيا به د هغۀ عظمت د دُنيا آخرى حدونو ته ورسيږى. 5او هغه به د هغوئ سلامتيا سرچينه وى.
خلاصون او سزا
کله چې اسوريان زمونږ په مُلک حمله وکړى او زمونږ په پَخو دېوالونو راواوړى، مونږ به د هغوئ خلاف د قوم اووۀ مشران، او ورسره اتۀ حکمرانان هم راوچت کړُو. 6هغوئ به د تُورې په زور د اسوريى په مُلک، او د نمرود په مُلک به د تُورې په زور حکومت کوى. هغه به مونږ د اسوريانو نه خلاص کړى کله چې هغوئ زمونږ په مُلک باندې حمله وکړى او زمونږ سرحدونو ته راننوځى. 7د يعقوب پاتې شوى خلق به د ډېرو قومونو په مينځ کښې لکه د مالِک خُدائ د رالېږلے شوې پرخې يا په واښو د باران په شان وى، کوم چې د انسان انتظار نۀ کوى او نۀ د انسان دپاره ايساريږى. 8د يعقوب پاتې شوى به د قومونو په مينځ کښې وى، د ډېرو قومونو په مينځ کښې، لکه چې شير د ځنګلى ځناورو په مينځ کښې وى، يا لکه چې ځوان شير د ګډو د رمو په مينځ کښې وى، چې دے روان وى نو په پنجه وهل کوى او ماتول کوى، او هيڅ څوک ترې نه ځان نۀ شى بچ کولے. 9تاسو به په کاميابۍ سره په خپلو دشمنانو بريالى شئ، او ټول دشمنان به مو تباه شى. 10”په هغه ورځ،“ مالِک خُدائ فرمائى، ”زۀ به ستاسو آسونه تباه کړم ستاسو په مينځ کښې او ستاسو جنګى ګاډۍ به ختمې کړم. 11زۀ به ستاسو د مُلک ښارونه تباه کړم او ستاسو ټولې مضبوطې قلعه ګانې به راوغورزوم. 12زۀ به ستا جادوګر تباه کړم او ستاسو په مينځ کښې به فالګر نور نۀ وى. 13زۀ به ستاسو تراشلے شوى بُتان او مقدس کاڼى ستاسو مينځ نه تباه کړم، تاسو به نور د خپل لاس جوړ شوى څيزونو ته سجده نۀ کوئ. 14زۀ به ستاسو د مينځ نه د اشيرې بُت ستنې راوکاږم او ستاسو ښارونه به تباه کړم. 15زۀ به انتقام واخلم په غصه او قهر کښې د هغه قومونو نه چې زما حُکم يې نۀ دے منلے.“