YouVersion Logo
Search Icon

متى 26

26
شپږويشتم باب
د حضرت عيسىٰ د قتل سازش
1کله چې عيسىٰ خپلې خبرې خلاصې کړې نو خپلو مريدانو ته يې وفرمائيل، 2”تاسو خبر يئ چې دوه ورځې پس به د فسح اختر وى، او اِبن آدم به په سولۍ کولو ته وسپارلے شى.“ 3بيا مشران اِمامان او د قوم مشران د مشر اِمام کائفس په محل کښې جرګه شول. 4او هلته هغوئ دا سازش کولو چې عيسىٰ په پټه ونيسو او مړ يې کړُو. 5خو هغوئ ووئيل چې، ”دا دې د اختر په ورځ نۀ وى، ګنې په خلقو کښې به بلوا جوړه شى.“
د حضرت عيسىٰ په سر عطر اچول
6کله چې عيسىٰ د شمعون جذامى په کور کښې په بيتِ‌عنياه کښې وو، 7يوه ښځه راغله چې د مرمرو په عطردان کښې ورسره قيمتى خوشبويه عطر وُو، او څنګه چې هغه خوراک ته کښېناستو هغې ورله په سر عطر واچول. 8مريدانو چې دا وليدل نو خفه شول. هغوئ ووئيل، ”دا دې ولې ضائع کړل؟ 9دا خو به په ډېرو پېسو خرڅ شوې وے او پېسې به يې د چا غريبانانو په کار راغلې وے.“ 10عيسىٰ په دې خبر وو او هغوئ ته يې وفرمائيل چې، ”تاسو دا ښځه ولې تنګوئ؟ هغې ما سره ډېر ښۀ کړى دى. 11ځکه چې غريبانان خو به تل تاسو سره وى خو زۀ به درسره تل نۀ يم. 12هغې چې دا عطر زما په بدن واچول نو زۀ يې د ښخولو دپاره تيار کړم. 13زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې هر چرته چې په دُنيا کښې دا زېرے خوريږى نو څۀ چې هغې وکړل نو دا به هم په دې ياديږى.“
د يهوداه اِسکريوتى مُخبرى
14نو بيا يهوداه اِسکريوتى چې په هغه دولسو مريدانو کښې يو وو، مشرانو اِمامانو له لاړو، 15او ورته يې ووئيل، ”کۀ زۀ په عيسىٰ جاسوسى وکړم نو تاسو به ما له څۀ راکړئ؟“ نو هغوئ ورله دېرش د سپينو زرو سيکې ورکړې. 16د هغه وخت نه پس هغه د مخبرۍ د موقعې په تلاش کښې وو.
مريدانو سره فسح خوړل
17د پتيرې روټۍ د اختر په اوله ورځ عيسىٰ له مريدان راغلل او وې وئيل چې، ”ستا کوم ځائ خوښ دے چې مونږ په کښې تا له د فسح خوراک تيار کړُو؟“ 18هغۀ ورله جواب ورکړو چې، ”په ښار کښې فلانى سړى له ورشئ او ورته ووايئ چې اُستاذ وائى چې زما مقرر وخت رانزدې دے، زۀ به د مريدانو سره ستا په کور کښې د فسح اختر کوم.“ 19مريدانو د عيسىٰ د وينا په مطابق کار وکړو او هلته يې د فسح خوراک تيار کړو. 20کله چې ماښام شو عيسىٰ هغه دولسو مريدانو سره کښېناستو. 21او د روټۍ په وخت هغۀ ورته وفرمائيل، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې په تاسو کښې به يو زما مُخبرى کوى.“ 22هغوئ ورته نمبر په نمبر ډېر په پرېشانۍ سره ووئيل، ”مالِکه زۀ خو به نۀ يم؟“ 23هغۀ جواب ورکړو، ”چا چې زما سره په دې تالى کښې لاس ښکته کړو هغه به په ما مُخبرى کوى. 24د اِبن آدم په حق کښې چې په صحيفو کښې څۀ راغلى دى هغه به په هغه لاره ځى، خو افسوس په هغه سړى دے چې په اِبن آدم جاسوسى کوى. کۀ هغه سړے پېدا شوے نۀ وے نو د هغۀ په حق کښې به دا ډېره ښۀ وه.“ 25بيا يهوداه، څوک چې مُخبر وو ورته ووئيل، ”مالِکه زۀ خو به نۀ يم؟“ عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”دا ستا وينا ده.“
عشاء ربانى
26د خوراک په وخت عيسىٰ يوه روټۍ راواخسته، شُکر يې پرې وکړو او ما ته يې کړه. په مريدانو يې وويشله او وې فرمائيل، ”دا واخلئ، وې خورئ، دا زما بدن دے.“ 27بيا هغۀ د ميو يوه پيالۍ راواخسته، د خُدائ پاک شُکر يې پرې وويستو او په دې وينا سره يې هغوئ له ورکړه چې، ”د دې نه ټول وڅښئ. 28دا زما وينه ده چې د خُدائ پاک او د انسانانو تر مينځ د لوظ نښه ده چې د ډېرو خلقو د ګناهونو د معافۍ دپاره توئيږى. 29زۀ تاسو ته دا وايم چې د انګورو رس به زۀ بيا تر هغې ورځې پورې ونۀ څښم ترڅو چې زۀ يې د خپل پلار په بادشاهۍ کښې تاسو سره تازه ونۀ څښم.“ 30د حمد وئيلو نه پس دوئ د زيتُونو غرۀ ته لاړل.
د پطروس د اِنکار په حقله پېشګوئې
31بيا عيسىٰ دوئ ته وفرمائيل چې، ”تاسو ټول به نن شپه زما په وجه تيندک وخورئ، ځکه چې دا ليکلے شوى دى چې، ”زۀ به شپون ووهم، او ګډې به يې خورې ورې شى.“ 32خو هر کله چې زۀ بيا پاڅولے شم نو زۀ به ستاسو نه وړاندې ګليل ته لاړ شم.“ 33پطروس جواب ورکړو، ”ستا په وجه کۀ بل هر يو هم تيندک وخورى، خو زۀ به هيچرې تيندک ونۀ خورم.“ 34عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل چې، ”زۀ تا ته رښتيا وايم چې تۀ به نن شپه د چرګ د بانګ نه وړاندې درې ځله زما نه اِنکارى شې.“ 35پطروس ورته ووئيل، ”کۀ زۀ تا سره مړ هم شم خو ستا نه به هيچرې اِنکارى نۀ شم.“ او ټولو مريدانو هم داسې اِقرار وکړو.
د ګيتسمنى په باغ کښې دُعا کول
36نو بيا عيسىٰ سره د مريدانو ګيتسمنى نومې ځائ ته لاړو او هلته يې هغوئ ته وفرمائيل چې، ”ترڅو چې زۀ دُعا کوم تاسو دلته کښېنئ.“ 37هغۀ پطروس او د زبدى زامن د ځان سره کړل، نو ډېر غمژن شو او پرېشانى پرې راغله. 38او هغوئ ته يې وفرمائيل چې، ”زما زړۀ د غمه چوى، دلته ايسار شئ او ما سره بېدار اوسئ.“ 39هغه يو څو قدمه لاړو، پړمخې پرېوتو او دا دُعا يې وکړه چې، ”اے زما پلاره، کۀ کېدے شى نو دا د تکليف پياله زما نه اخوا کړه، زما مرضى نه بلکې ستا مرضى دې پوره شى.“ 40بيا دے مريدانو له راغلو نو هغوئ يې اودۀ وموندل نو هغۀ پطروس ته وفرمائيل، ”ولې تاسو ما سره يوه ګينټه قدرې هم بېدار نۀ شوئ پاتې کېدے؟ 41بېدار شئ، او دُعا وکړئ چې د آزمېښت په وخت ناکامه نۀ شئ. ځکه چې روح خو تيار دے خو بدن کمزورے دے.“ 42هغه په دوېم ځل لاړو او دُعا يې وغوښته چې، ”اے زما پلاره، کۀ چرې دا د تکليف پياله زما د څښلو نه بغېر اخوا کېدے نۀ شى، نو ستا رضا دې وشى.“ 43چې يو ځل بيا هغه واپس راغلو نو هغوئ يې اودۀ وموندل ځکه چې د هغوئ سترګې درنې شوې وې. 44بيا هغۀ هغوئ پرېښودل او لاړو او په درېم ځل يې دُعا وغوښتله او هغه مخکښېنۍ خبرې يې بيا وکړلې. 45بيا هغه مريدانو له راغلو او ورته يې وفرمائيل چې، ”ولې تاسو لا هغه شان اودۀ يئ، هغه شان لا آرام کوئ؟ خو وخت راغلو چې اِبن آدم به د ګناهګارانو لاسونو ته حواله شى. 46پاڅئ، ځئ چې ځو. زما مُخبر نزدې راغلے دے.“
د حضرت عيسىٰ مُخبرى او نيول
47عيسىٰ چې لا خبرې کولې نو سمدستى يهوداه چې په دولسو مريدانو کښې يو وو، هغه او ډېر خلق چې تُورې او کوتکى ورسره وې راښکاره شول هغوئ مشرانو اِمامانو، د شرعې عالمانو او اولسى مشرانو رالېږلى وُو. 48جاسوس هغوئ ته دا نښه ښولې وه، ”څوک چې زۀ ښکل کړم هم هغه دے، وې نيسئ.“ 49نو هغه سمدستى وروړاندې شو، وې وئيل چې، ”اُستاذه سلام.“ او ښکل يې کړو. 50عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”ملګريه، تۀ چې څۀ کول غواړې کوه.“ بيا هغوئ راوړاندې شول، عيسىٰ يې راټينګ کړو او وې نيولو. 51په هغه وخت کښې د عيسىٰ په ملګرو کښې يو تُورې ته لاس کړو او راوې ويستله او د مشر اِمام په غلام يې ګزار وکړو او د هغۀ غوږ يې پرې کړو. 52خو عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل چې، ”خپله تُوره په تيکى کښې کېږده. څوک چې تُوره چلوى په تُوره مرى. 53ولې تۀ په دې نۀ پوهېږې چې زۀ د خپل پلار نه مدد وغواړم او هغه به په دې ساعت زما د مدد دپاره د فرښتو د دولسو لښکرو نه زيات راولېږى؟ 54نو بيا د صحيفو دا وينا به څنګه تر سره کيږى چې په کښې وئيلے شوى دى چې دا به ضرور کيږى؟“ 55هم په دغه وخت عيسىٰ هغه خلقو ته وفرمائيل چې، ”ولې تاسو ما ډاکو ګڼئ چې د تُورو او کوتکو سره زما په نيولو پسې راغلى يئ څۀ؟ زۀ هره ورځ تاسو سره د خُدائ په کور کښې وم او تعليم مې درکولو خو تاسو ما له لاس نۀ راوړلو. 56خو دا هر څۀ هم ځکه وشول چې د نبيانو صحيفې پوره شى.“ نو بيا ټولو مريدانو هغه يواځې پرېښودو او ترې وتښتېدل.
د جرګې په وړاندې پېشى
57عيسىٰ نيولے تړلے د مشر اِمام کائفس کور ته بوتلے شو چرته چې د شرعې عالمان او مشران راټول وُو. 58پطروس ورپسې په څۀ فاصله کښې وروستو روان وو، نو کله چې د مشر اِمام د کور صحن ته ورسېدو، نو نېغ ورغلو او هلته هغه د سپاهيانو سره کښېناستو چې د دې هر څۀ اَنجام ووينى. 59مشرانو اِمامانو او ټولې جرګې دا کوشش وکړو چې د عيسىٰ په خلاف داسې څۀ ګواهى پېدا کړى چې د مرګ حُکم پرې وکړى. 60خو داسې ګواهى يې پېدا نۀ کړے شوه، سره د دې چې ډېر کسان د دروغو ګواهۍ دپاره راوړاندې شوى وُو. آخر دوو سړو دا ګواهى وکړه چې، 61”دۀ فرمائيلى وُو چې زۀ د خُدائ پاک کور نړولے شم او په درېو ورځو کښې يې بيا آبادولے شم.“ 62په دې مشر اِمام پاڅېدو او عيسىٰ ته يې ووئيل چې، ”ولې تا سره جواب نشته؟ دا اِلزامونه د څۀ دى چې هغوئ ستا خلاف ګواهى ورکوى؟“ 63خو عيسىٰ چپ پاتې شو. نو بيا مشر اِمام ووئيل چې، ”زۀ د ژوندى خُدائ پاک قَسم درکوم چې ووايه، تۀ په رښتيا مسيح، د خُدائ پاک زوئ يې کۀ نه؟“ 64عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”دا ستا وينا ده، خو زۀ تاسو ته دا وايم چې د نن نه پس به تاسو اِبن آدم د خُدائ پاک ښى لاس ته ناست او د آسمان په وريځو کښې په راتلو ووينئ.“ 65په دې وينا مشر اِمام خپله چُوغه وشلوله او وې وئيل چې، ”دے خو کُفر وائى. د دې ګستاخۍ نه پس هم د نورو ګواهانو حاجت شته څۀ؟ تاسو په خپله دا کُفر واورېدو. 66ستاسو فېصله څۀ ده؟“ هغوئ جواب ورکړو چې، ”دے مجرم دے او د قتلولو جوګه دے.“ 67بيا هغوئ د هغۀ په مخ وتُوکل او په سوکونو يې ووهلو او ځينو په څپېړو ووهلو، 68او وئيل يې، ”اے مسيح، کۀ تۀ په رښتيا نبى يې نو دا راته ووايه چې چا ووهلې.“
د پطروس د حضرت عيسىٰ نه منکرېدل
69نو په دې دوران کښې پطروس بهر په صحن کښې ناست وو چې يوه وينځه ورغله او ورته يې ووئيل، ”تۀ خو هم د عيسىٰ ګليلى سره وې.“ 70خو پطروس د ټولو په مخکښې منکر شو او وې وئيل چې، ”زۀ نۀ پوهېږم، چې دا تاسو څۀ وايئ؟“ 71بيا هغه د ډيوډۍ په لور روان شو او هلته يوې بلې وينځې چې هغه وليدو نو موجودو خلقو ته يې ووئيل چې، ”دا سړے هم د عيسىٰ ناصرى سره وو.“ 72يو ځل بيا هغه منکر شو او په قسمونو شو چې، ”زۀ دا سړے نۀ پېژنم.“ 73لږه شېبه وروستو د ولاړو کسانو نه يو څو کسان راغلل او پطروس ته يې ووئيل چې، ”بې‌شکه تۀ د هغوئ نه يو يې ځکه چې ستا د لهجې نه دا پته لګى.“ 74په دې هغه په بدو ردو سر شو او قسمونه يې وخوړل چې، ”زۀ دا سړے نۀ پېژنم.“ په دغه وخت کښې چرګ بانګ ووئيلو. 75او پطروس ته د عيسىٰ هغه خبره راياده شوه چې فرمائيلى يې وُو چې، ”د چرګ د بانګ نه مخکښې به تۀ زما نه درې ځله اِنکارى شې.“ هغه بهر ووتو او په چغو چغو يې وژړل.

Currently Selected:

متى 26: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in

YouVersion uses cookies to personalize your experience. By using our website, you accept our use of cookies as described in our Privacy Policy