YouVersion Logo
Search Icon

متى 27

27
اوويشتم باب
د حضرت عيسىٰ پيلاطوس له بوتلل
1چې سبا شو نو مشران اِمامان او د قوم مشران راټول شول او دا منصوبه يې جوړه کړه چې عيسىٰ به څنګه وژنو. 2بيا يې هغه وتړلو او روان يې کړو او رومى ګورنر پيلاطوس ته يې حواله کړو.
د يهوداه اِسکريوتى خودکُشى کول
3کله چې يهوداه مُخبر ته پته ولګېده چې په عيسىٰ باندې جرم ثابت شوے دے نو هغه پښېمانه شو او هغه د سپينو زرو دېرش سيکې يې مشرانو اِمامانو او قومى مشرانو ته واپس کړې. 4هغۀ ووئيل، ”ما ګناه کړې ده چې يو بې‌ګناه سړى ته د مرګ سزا مِلاو شوې ده.“ خو هغوئ ووئيل چې، ”زمونږ پرې څۀ؟ تۀ پوهه شه او ستا کار پوهه شه.“ 5نو هغۀ بيا د سپينو زرو سيکې د خُدائ په کور کښې په زمکه وغورزولې او د هغوئ نه روان شو، او خپل ځان يې پانسى کړو. 6مشرانو اِمامانو د سپينو زرو سيکې راوچتې کړې او وې وئيل چې، ”دا سيکې د خُدائ د کور په خزانه کښې اچول روا نۀ دى ځکه چې دا د قتل قيمت دے.“ 7نو صلاح يې وکړه او د کُلال زمکه يې پرې واخسته چې د مسافرو قبرستان پرې جوړ کړى. 8تر نن ورځې پورې هغه زمکه د خُون په پټى ياديږى. 9دغه شان د يرمياه نبى پېشګوئې تر سره شوه چې، ”هغوئ دېرش د سپينو زرو سيکې واخستلې چې هغه په بنى اِسرائيلو کښې د سر قيمت وو، 10او هغه د سپينو زرو سيکې يې د کُلال په زمکه ورکړې، لکه چې مالِک ما ته حُکم راکړے دے.“
د پيلاطوس د حضرت عيسىٰ نه تپوسونه
11بيا يې عيسىٰ ګورنر له راوستو او چې هغه هلته ودرېدو نو ګورنر ترې تپوس وکړو چې، ”ولې تۀ د يهوديانو بادشاه يې څۀ؟“ عيسىٰ وفرمائيل چې، ”دا ستا وينا ده.“ 12او کوم اِلزام چې په هغۀ باندې مشرانو اِمامانو او اولسى مشرانو لګولے وو د هغې يې هيڅ جواب ورنۀ کړو. 13بيا پيلاطوس ورته ووئيل چې، ”ولې تۀ دا ټولې ګواهۍ چې ستا په خلاف کيږى نۀ اورې څۀ؟“ 14خو هغۀ په جواب کښې د يو ټکى نه هم اِنکار ونۀ کړو او ګورنر په دې ډېر حېران شو.
د حضرت عيسىٰ د مرګ سزا
15د اختر په ورځ د ګورنر دا دستور وو چې د خلقو په خوښه به يې يو قېدى آزادولو. 16په دغه وخت کښې برابا نومې يو بدنام سړے په قېد کښې وو. 17کله چې خلق راغونډ شول نو پيلاطوس ورته ووئيل چې، ”ستاسو په خوښه زۀ څوک آزاد کړم، برابا يا عيسىٰ چې ورته مسيح وئيلے شى؟“ 18ځکه چې هغۀ ته پته وه چې هغوئ عيسىٰ د حسد په وجه دۀ ته حواله کړے وو. 19پيلاطوس لا په تخت ناست وو چې د خپلې ښځې له طرفه ورته پېغام راغلو چې، ”دې بې‌ګناه سړى ته ګورے هيڅ ونۀ وائې ځکه چې بيګاه په ما په دې وجه په خوب کښې ډېر مصيبت تير شو.“ 20تر دې وخته مشرانو اِمامانو او نورو مشرانو خلق دې ته لمسولى وُو چې د برابا آزادى وغواړى او د عيسىٰ قتل. 21کله چې ګورنر دوباره ترې تپوس وکړو چې، ”په دواړو کښې څوک آزادول غواړئ؟“ هغوئ چغې کړې، ”برابا.“ 22پيلاطوس ورته ووئيل چې، ”بيا د عيسىٰ سره څۀ وکړم څوک چې د مسيح په نوم ياديږى؟“ ټولو په يو آواز په چغو ووئيل چې، ”دے په سولۍ راځوړند کړئ.“ 23پيلاطوس ووئيل چې، ”ولې؟ په څۀ ګناه؟“ خو هغوئ نورې هم چغې کړې چې، ”په سولۍ يې کړه.“ 24پيلاطوس پوهه شو چې زۀ هيڅ نۀ شم کولے او فساد جوړيږى، نو هغۀ اوبۀ راوخستلې، د ټولو خلقو په وړاندې يې خپل لاسونه ووينځل او وې وئيل چې، ”زما لاسونه دې د دې سړى د خُون نه پاک وى، د دۀ د خون ذمه وارى دې ستاسو په غاړه وى.“ 25ټولو خلقو په يو آواز چغې کړې چې، ”د دۀ خُون دې زمونږ او زمونږ د اولاد په غاړه وى.“ 26نو هغۀ بيا برابا آزاد کړو او عيسىٰ يې په کوړو ووهلو او په سولۍ کولو له يې ورکړو.
د سپاهيانو په حضرت عيسىٰ پورې ټوقې کول
27بيا د ګورنر سپاهيانو عيسىٰ قلعې ته بوتلو او ټوله فوجى دسته يې ترې راچاپيره کړه. 28جامې يې ترې وويستلې او سره شان چُوغه يې پرې واچوله. 29او د ازغو تاج يې جوړ کړو او ورته يې په سر کړو او يو بينت يې په ښى لاس کښې ورکړو، بيا د هغۀ په مخکښې په زنګنو شول او ټوقې يې ورپورې کولې چې، ”اے د يهوديانو بادشاه سلامت.“ 30هغوئ په هغۀ وتُوکل او بينت يې ترې واخستو او په سر سر يې پرې ووهلو. 31او چې ټوقې يې بس کړې نو چُوغه يې ترې وويستله او خپلې جامې يې ورواغوستلې. بيا يې هغه بهر په سولۍ کولو له بوتلو.
د حضرت عيسىٰ په سولۍ کول
32کله چې دوئ په لاره روان وُو نو شمعون نومې کرينى سړے يې په نظر شو او هغه يې په زور په بيګار راونيولو چې د عيسىٰ سولۍ يوسى. 33او بيا ګولګتا نومې ځائ ته ورغلل چې مطلب يې د کوپړو ځائ دے. 34هلته يې عيسىٰ ته د تريخ څيز سره ګډ کړى مے د څښلو دپاره ورکړل، خو د څَکلو نه وروستو يې ونۀ څښل. 35او چې کله يې دے په سولۍ وخېژولو نو د هغۀ په جامو يې پچه واچوله. او په خپلو کښې يې تقسيم کړې. 36نو بيا يې هلته څوکيدارۍ ته کښېناستل. 37د هغۀ د سر دپاسه يې يوه تخته چې جرم پرې ليکلے شوے وو ټک وهله چې، دا د يهوديانو بادشاه عيسىٰ دے. 38دوه ډاکوان يې هم د هغۀ سره په سولۍ کړى وُو، يو يې د هغۀ ښى او بل يې د هغۀ ګس لاس ته راځوړند کړے وو. 39په لارې تېرېدونکو به عيسىٰ ته په چغو کنځل کول او په مسخرو به يې سرونه ورپورې خوځول، 40”اوس ځان ته وګوره، تۀ به د خُدائ پاک دا کور ورانوې او بيا به يې په درېو ورځو کښې جوړوې. ښه نو بيا کۀ تۀ په رښتيا د خُدائ زوئ يې خپل ځان بچ کړه، او د دې سولۍ نه راکوز شه.“ 41دغه شان مشرانو اِمامانو، د شرعې عالمانو او مشرانو هم ورپورې مسخرې کولې، 42او وئيل يې چې، ”هغۀ خو نور خلق بچ کول خو خپل ځان نۀ شى بچ کولے. بې‌شکه کۀ دے د بنى اِسرائيلو بادشاه وى نو اوس دې د دې سولۍ نه راکوز شى، نو بيا به پرې مونږ ايمان راوړو. 43د دۀ په خُدائ پاک باور وو، اوس دې دے خُدائ بچ کړى کۀ هغه يې غواړى، ځکه چې دۀ وئيل چې، زۀ د خُدائ پاک زوئ يم.“ 44تر دې چې د دۀ سره په سولۍ شوو مجرمانو هم دۀ ته سپکې سپورې وئيلې.
د حضرت عيسىٰ وفات کېدل
45د غرمې په وخت په ټوله زمکه تيارۀ راخوره شوه او د تير ماسپښين تر درېو بجو پورې وه. 46او په تير ماسپښين عيسىٰ په اوچت آواز نعرې کړې، ”ايلى، ايلى، لما شبقتنى؟“ يعنې، ”اے زما خُدايه پاکه، اے زما خُدايه پاکه، زۀ دې ولې پرېښودلم؟“ 47ځينې ولاړو خلقو چې دا واورېدل نو وې وئيل چې، ”وګورئ دے اوس الياس ته نعرې وهى.“ 48په هغوئ کښې يو سمدستى منډه کړه يو اسفنج يې د سرکې نه ډک کړو او د هغۀ شونډو ته يې د يوې چوکې په سر ونيولو چې وې څښى. 49خو نورو ووئيل چې، ”اوس به وګورو چې الياس راشى او دے راکوز کړى.“ 50عيسىٰ بيا يوه تېزه کريکه کړه او ساه يې ورکړه. 51هغه وخت د خُدائ د کور پړده د سر نه تر بېخه پورې په مينځ دوه شوه. او زلزله راغله، ګټان وچاودل، 52او قبرونه وسپړدے شول او د خُدائ پاک ډېر مقدسين د خوبه رابېدار شول. 53او د عيسىٰ د پاڅېدلو نه پس هغوئ د قبرونو نه راووتل، يروشلم ته ننوتل او ډېرو خلقو يې ننداره وکړه. 54کله چې صوبه دار او د هغۀ سپاهيانو چې د عيسىٰ څوکيدارى يې کوله زلزله او دا ټول واقعات وليدل نو په هغوئ هيبت راغلو او وې وئيل، ”بې‌شکه چې دا سړے د خُدائ پاک زوئ وو.“ 55ډيرې ښځې هم هلته موجودې وې او د لرې نه يې تماشه کوله. هغوئ د ګليل نه په عيسىٰ پسې خِدمت ته راغلې وې. 56په هغوئ کښې يوه مريم مګدلينى وه او بله د يعقوب او د يوسف مور مريم، او د زبدى د زامنو مور وه.
د حضرت عيسىٰ ښخول
57کله چې ماښام شو نو د ارمتيه يو مالداره سړے وو چې نوم يې يوسف وو او د عيسىٰ مريد وو، راغلو. 58هغه پيلاطوس له ورغلو او د عيسىٰ لاش يې ترې وغوښتو او پيلاطوس حکم وکړو چې ور دې کړے شى. 59يوسف هغه لاش يوړو او په صفا کتان کښې يې ونغښتو، 60او هغۀ په خپل نوې غار کښې کېښودو کوم چې هغۀ په ګټ کښې کنستے وو. او يو لوئ کاڼے يې د قبر خولې ته راورغړولو او ترې لاړو. 61او مريم مګدلينى او هغه بله مريم دواړه يې قبر ته مخامخ ناستې وې.
په قبر څوکيداران
62په بله ورځ چې د سبت ورځ وه مشران اِمامان او نور فريسيان په جمع پيلاطوس له راغلل، 63او وې وئيل چې، ”صاحبه، مونږ ته ياد دى چې هغه فريبى چې لا ژوندے وو نو وئيلى يې وُو چې زۀ به په درېمه ورځ پورته کړے شم. 64نو تۀ بيا دا حکم ورکړه چې تر درېو ورځو پورې دې د دغه قبر څوکيدارى وکړے شى. هسې نه چې د هغۀ مريدان راشى، لاش يې په غلا وباسى او بيا خلقو ته وائى چې هغه پورته کړے شوے دے، او آخرى فريب يې د وړومبى فريب نه ډېر بد وى.“ 65پيلاطوس ورته ووئيل چې، ”ځئ لاړ شئ، سپاهيان ځان سره بوځئ. څنګه مو چې خوښه وى نو هغه شان سخته څوکيدارى يې وکړئ.“ 66نو هغوئ لاړل، او د قبر د خولې په کاڼى يې مهرونه ولګول او د څوکيدارۍ دپاره يې پرې سپاهيان مقرر کړل.

Currently Selected:

متى 27: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in

YouVersion uses cookies to personalize your experience. By using our website, you accept our use of cookies as described in our Privacy Policy