YouVersion Logo
Search Icon

متى 25

25
پينځويشتم باب
د لسو پېغلو مِثال
1”په هغه وخت به د آسمان بادشاهى د لسو پېغلو په شان وى چا چې مشعلونه واخستل چې د وادۀ د زلمى استقبال له وروځى. 2پينځۀ کم عقلې وې او پينځۀ هوښيارې. 3هرکله چې کم عقلو مشعلونه پورته کړل نو د ځان سره يې تېل وانۀ خستل. 4خو هغه هوښيارو د ځان سره د تېلو کوپۍ هم واخستلې. 5کله چې د وادۀ زلمے په راتلو کښې ايسار شو نو هغوئ ټولو له خوب ورغلو او اودې شوې. 6خو په نيمه شپه کښې چغې شوې، وګورئ د وادۀ زلمے راغلو. راشئ چې وې ګورئ. 7بيا ټولې پېغلې راپاڅېدلې او خپل مشعلونه يې سم کړل. 8کم عقلو هوښيارو ته ووئيل چې د خپلو تېلو نه مونږ له لږ راکړئ ځکه چې زمونږ مشعلونه مرى. 9هغوئ ورته ووئيل چې مونږ سره دومره تېل نشته چې د ټولو کار پرې وشى، ښۀ به دا وى چې تاسو دوکان ته لاړې شئ او ځان له تېل واخلئ. 10څۀ وخت چې هغوئ تېلو پسې تللې وې نو د وادۀ زلمے راغلو. کومې پېغلې چې تيارې وې هغوئ ورسره د وادۀ مېلمستيا ته ورننوتې او ور بند شو. 11او بيا هغه نورې پينځۀ هم واپس راغلې او چغې يې کړې، مالِکه، مالِکه، مونږ ته دروازه کولاو کړه. 12خو هغۀ ورته جواب ورکړو، خبره دا ده چې زۀ تاسو نۀ پېژنم. 13ځکه بېدار اوسئ، ولې چې تاسو ته د ورځې او د وخت هيڅ پته نشته.
د درېو نوکرانو مِثال
14بيا د آسمان د بادشاهۍ مثال د هغه سړى په شان دے څوک چې په سفر تلو او نوکران يې راوبلل او خپل مال يې ورته وسپارلو. 15يو له يې د ساتلو دپاره د سرو زرو پينځۀ تيلۍ ورکړې، دوېم له يې دوه او درېم له يې يوه، هر يو له يې د خپل قابليت په مطابق ورکړې، بيا هغه د مُلک نه روان شو. 16چا ته چې پينځۀ تيلۍ ورکړے شوې وې هغه سمدستى لاړو او سوداګرى يې پرې شروع کړه او پينځۀ تيلۍ يې پرې نورې وګټلې. 17او هم هغه شان چې چا ته چې دوه تيلۍ ورکړے شوې وې هغۀ دوه نورې وګټلې. 18خو چا له چې يوه تيلۍ ورکړے شوې وه هغه لاړو او په زمکه کښې يې کنده وکنستله او د مالِک هغه پېسې يې په کښې ښخې کړلې. 19ډېره موده پس د هغوئ مالِک واپس راغلو او د هغوئ نه يې حساب وغوښتو. 20چا له چې يې د سرو زرو پينځۀ تيلۍ ورکړې وې، هغه راغلو او پينځۀ نورې يې ورسره کېښودې او ورته يې ووئيل چې ګوره مالِکه، تا ما له پينځۀ تيلۍ راکړې وې، ما ورسره پينځۀ نورې وګټلې. 21مالِک ووئيل، شاباش زما اعتبارى او ايمانداره نوکره، تا په لږ څۀ کښې ځان اعتبارى ثابت کړو، اوس به زۀ تا د ډېر څۀ اختيارمند کړم. راشه او د خپل مالِک په خوشحالۍ کښې شريک شه. 22بيا د دوو تيلو هغه کس راغلو او وې وئيل، مالِکه، تا ما ته دوه تيلۍ سپارلې وې، ګوره، ما ورسره دوه نورې وګټلې. 23مالِک ورته ووئيل، شاباش، زما اعتبارى او ايمانداره نوکره. تا په لږ څۀ کښې ځان اعتبارى ثابت کړو، اوس به زۀ تا د ډېر څۀ اختيارمند کړم. راشه او د خپل مالِک په خوشحالۍ کښې شريک شه. 24بيا هغه څوک راغلو چا ته چې يوه تيلۍ ورکړے شوې وه او وې وئيل، مالِکه، ما ته پته وه چې تۀ يو سخت سړے يې، تۀ يې هلته رېبې چرته چې دې کَرلى نۀ وى، او هلته يې راټولوې چرته چې دې تخم نوستلے نۀ وى. 25نو زۀ ويرېدلم، ځکه لاړم او ستا سرۀ زر مې په زمکه کښې ښخ کړل. ګوره څۀ چې ستا وُو هغه دا دى. 26مالِک ورته ووئيل، اے بدکاره نوکره، تا ته معلومه وه چې زۀ يې هلته رېبم چرته چې مې کَرلى نۀ وى او هلته يې راټولوم چرته چې مې تخم نوستلے نۀ وى؟ 27نو بيا تا ته پکار وُو چې زما پېسې دې صرافانو له ورکړے وے، نو په واپسۍ به ما هغه مال د ګټې سره حاصل کړے وو. 28هغۀ ووې چې د دۀ نه د سرو زرو هغه تيلۍ واخلئ او د لسو تيلو والا له يې ورکړئ. 29ځکه چې د چا سره چې څۀ وى هغۀ ته به نور هم ورکړے شى تر هغې چې څۀ ترې سېوا هم شى، خو د چا سره چې څۀ نۀ وى هغۀ نه به هغه څۀ هم واخستلے شى چې ورسره وى. 30نو دا بې‌کاره نوکر تيارې ته وغورزوئ، چرته به چې د ژړا او د غاښونو چيچل وى.
د قومونو عدالت
31هر کله چې اِبن آدم په پوره شان سره راشى او ټولې فرښتې ورسره وى، هغه به بيا په لويئ سره په خپل آسمانى تخت کښېنى. 32او ټول قومونه به د هغۀ په وړاندې راجمع کړے شى هغه به خلق په دوو ډلو کښې جدا کړى لکه څنګه چې شپونکے ګډې د چېلو نه جدا کوى. 33او هغه به ګډې ښى لاس ته او چېلۍ ګس لاس ته کړى. 34بيا به بادشاه د ښى لاس خلقو ته ووائى چې راځئ زما د پلار بختورو خلقو، د بادشاهۍ وارثان شئ چې د دُنيا د پېدايښت راسې تاسو له جوړه شوې وه په هغې کښې ورداخل شئ. 35کله چې زۀ اوږے وم تاسو ما له خوراک راکړو، او چې تږے وم د څښلو دپاره مو اوبۀ راکړې، او چې مسافر وم نو تاسو خپل کور ته بوتلم، 36او چې بربنډ وم نو تاسو په جامو پټ کړم، کله چې زۀ ناجوړه وم نو تاسو زما خيال وساتلو او چې په جيل کښې وم نو تاسو زما ملاقات له راغلئ. 37نو صادقان به جواب ورکړى، مالِکه، دا کله وُو چې مونږ تۀ اوږے وليدلې او خوراک مو درکړو، يا تږے وې او د څښلو دپاره مو اوبۀ درکړې، 38او يا مسافر وې او کور ته مو دننه کړې، بربنډ وې او د اغوستلو دپاره مو جامې درکړې؟ 39مونږ تۀ کله ناروغه يا په قېد کښې ليدلے وې او ملاقات له دې درغلى وُو؟ 40خو بادشاه به جواب ورکړى، زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې تاسو زما په وروڼو کښې د عاجز نه عاجز يو کس سره هم چې څۀ کړى دى نو زما دپاره مو کړى دى. 41بيا به هغه هغوئ ته ووائى، څوک چې به د هغۀ ګس لاس ته وى، اے لعنتيانو، زما د سترګو نه اخوا شئ او هغه تل ابدى اور ته لاړ شئ چې د شېطان او د هغۀ د فرښتو دپاره تيار شوے دے. 42کله چې زۀ اوږے وم تاسو ما له خوراک رانۀ کړو، او چې تږے وم د څښلو دپاره مو اوبۀ رانۀ کړې، 43او چې مسافر وم نو کور ته مو دننه نۀ کړم، چې بربنډ وم تاسو د اغوستلو دپاره جامې رانۀ کړې، او کله چې زۀ ناروغه او جيل کښې وم نو تاسو زما ملاقات له رانۀ غلئ. 44او هغوئ به هم په جواب کښې ووائى، مالِکه، دا کله مونږ تۀ په لوږه، تنده، مسافر، بربنډ، ناروغه يا په جيل کښې ليدلے يې او ستاسو خِدمت مو نۀ دے کړے؟ 45نو هغۀ ورته جواب ورکړو، زۀ تاسو ته رښتيا وايم، کله چې تاسو د دوئ نه د يو کس سره هم مدد نۀ دے کړے، نو دا تاسو ما سره مدد نۀ دے کړے. 46نو بيا به هغوئ ابدى عذاب ته ولېږلے شى، خو صادقان به د تل ژوندون حاصل کړى.“

Currently Selected:

متى 25: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in

YouVersion uses cookies to personalize your experience. By using our website, you accept our use of cookies as described in our Privacy Policy