YouVersion Logo
Search Icon

ايُوب 1

1
اول باب
حضرت ايُوب او د هغۀ خاندان
1په يوه زمانه کښې د عُوض په مُلک کښې يو سړے وو چې نوم يې ايُوب وو. دا يو بې‌داغه او نېک سړے وو، هغه يو داسې کس وو چې د خُدائ پاک نه يرېدو او د بدۍ نه يې ځان ساتلو. 2د هغۀ اووۀ زامن او درې لوڼه وې. 3هغۀ سره اووۀ زره ګډې، درې زره اوښان، د غوَيانو پينځۀ سوه قلبې، پينځۀ سوه خرې وې او ډېر زيات نوکران يې وُو، نو دے د مشرقى علاقې په خلقو کښې د ټولو نه زيات مالداره وو. 4د هغۀ زامنو په خپلو کورونو کښې وار په وار مېلمستيا کوله، او هغوئ به خپلو درې واړو خوېندو له دعوت ورکولو چې د هغوئ سره خوراک څښاک وکړى. 5او کله به چې د مېلمستيا ورځ تېره شوه، نو ايُوب به سحر وختى پاڅېدو او د هر يو بچى دپاره يې د ګناه نه د پاکوالى سوزېدونکې نذرانه پېش کوله، ايُوب به همېشه دا کار د دې دپاره کولو چې د هغۀ خيال وو چې کېدے شى چې زما بچو ګناه کړې وى او په خپلو زړُونو کښې يې خُدائ پاک ته بدرد وئيلى وى.
د ايُوب په کردار حمله
6يو ځل آسمانى مخلوق راغلل چې خپل ځانونه د مالِک خُدائ په مخکښې حاضر کړى او شېطان هم د هغوئ سره راغلو. 7مالِک خُدائ شېطان ته وفرمائيل، ”تا څۀ کول؟“ نو شېطان مالِک خُدائ ته ووئيل، ”زۀ په دُنيا کښې ګرځېدم راګرځېدم.“ 8نو مالِک خُدائ شېطان ته وفرمائيل، ”ستا زما د خِدمت کوونکى ايُوب په باره کښې څۀ خيال دے؟ ګوره په دُنيا کښې د هغۀ په شان هيڅ څوک هم نشته، هغه يو بې‌داغه او نېک سړے دے چې هغه د خُدائ پاک نه يريږى او د بدۍ نه ځان ساتى.“ 9بيا شېطان مالِک خُدائ ته ووئيل، ”آو، خو ايُوب په څۀ وجه د خُدائ پاک نه يريږى؟ 10تا همېشه د هغۀ، د هغۀ د کور او د هغۀ د هر څۀ حِفاظت کړے دے، تا هغۀ له په هر کار کښې برکت ورکړے دے او په دې مُلک کښې تا هغۀ له بې‌شمېره رَمې ورکړې دى. 11خو کۀ تۀ اوس د هغۀ نه هغه هر څۀ واخلې نو هغه به ستا په حضور کښې په تا لعنت ووائى.“ 12نو مالِک خُدائ شېطان ته وفرمائيل، ”بلکل ټيک ده د هغۀ سره چې هر څۀ دى هغه ستا په اختيار کښې دى، خو چې هغه تباه نۀ کړې.“ نو شېطان د مالِک خُدائ د حضور نه لاړو.
د حضرت ايُوب د بچو او د جائيداد ختمېدل
13يوه ورځ چې د هغۀ زامنو او لوڼو د خپل مشر ورور په کور کښې روټۍ خوړله او مے يې څښل، 14نو يو پېغام وړونکے ايُوب له راغلو او ورته يې ووئيل، ”غوَيانو يوې کولې او خرې يې په څنګ کښې څرېدلې، 15او د سبائيانو څۀ خلقو حمله وکړه او څاروى يې بوتلل او نوکران يې په تُوره ووژل، يواځې زۀ ژوندے پاتې يم چې تا خبر کړم.“ 16هغۀ لا خبرې ختمې کړې نۀ وې چې يو بل کس راغلو او وې وئيل، ”د خُدائ پاک تندر د آسمان نه راوغورزېدو او ګډې او نوکران يې وسوزول او هلاک يې کړل، يواځې زۀ ژوندے يم چې تا خبر کړم.“ 17کله چې هغۀ لا خبرې کولې، نو يو بل کس راغلو او وې وئيل، ”کسديانو درې قبيلې جوړې کړې، او حمله يې وکړه او اوښان يې بوتلل او نوکران يې په تُوره باندې ووژل، يواځې زۀ ژوندے پاتې يم چې تا خبر کړم.“ 18کله چې هغۀ لا خبرې کولې، نو يو بل کس راغلو او وې وئيل، ”ستا زامنو او لوڼو د خپل مشر ورور په کور کښې خوراک څښاک کولو، 19چې ناڅاپه د صحرا د طرف نه يوه لويه هوا راغله او دې هوا د کور څلور واړه ګوټونه وخوځول او کور ستا په بچو باندې راوغورزېدو او هغوئ مړۀ شول، يواځې زۀ ژوندے پاتې يم چې تا خبر کړم.“ 20نو بيا ايُوب پاڅېدو، خپله چُوغه يې وشلوله، خپل سر يې کل کړو او په زمکه باندې يې سجده ولګوله. 21هغۀ وفرمائيل، ”زۀ د مور نه خالى لاسونه پېدا وم او خالى لاسونه به د دې دُنيا نه ځم، هر څۀ ما له مالِک خُدائ راکړى وُو او مالِک خُدائ رانه واپس واخستل، د مالِک خُدائ د نوم ثناء صِفت دې وى.“ 22د دې هر څۀ باوجود ايُوب په خُدائ پاک د اِلزام لګولو ګناه ونۀ کړه.

Currently Selected:

ايُوب 1: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in

YouVersion uses cookies to personalize your experience. By using our website, you accept our use of cookies as described in our Privacy Policy