YouVersion Logo
Search Icon

ايُوب 2

2
دوېم باب
د شېطان په وسيله د حضرت ايُوب بيا آزمېښت کول
1يو ځل آسمانى مخلوق راغلو چې خپل ځانونه د مالِک خُدائ په مخکښې حاضر کړى او شېطان هم د هغوئ سره راغلو. 2مالِک خُدائ شېطان ته وفرمائيل، ”تا څۀ کول؟“ نو شېطان ووئيل، ”زۀ په زمکه ګرځېدم راګرځېدم.“ 3نو مالِک خُدائ شېطان ته وفرمائيل، ”ستا زما د خِدمت کوونکى ايُوب په باره کښې څۀ خيال دے؟ په زمکه باندې د هغۀ په شان هيڅ څوک هم نشته، هغه يو بې‌داغه او نېک سړے دے چې هغه د خُدائ پاک نه يريږى او د بدۍ نه ځان ساتى. هغه تر اوسه پورې په خپل صداقت کښې قائم دے، اګر چې تا زۀ د هغۀ خِلاف لمسولم، چې بغېر د څۀ وجې نه يې په غضب آخته کړم.“ 4بيا شېطان مالِک خُدائ ته ووئيل، ”خلق د خپل ژوند بچ کولو دپاره هر څۀ ورکوى. 5خو کۀ د هغۀ په بدن باندې تکليف راولې، نو هغه به ستا په حضور کښې په تا لعنت ووائى.“ 6نو مالِک خُدائ شېطان ته وفرمائيل، ”بلکل ټيک ده هغه ستا په اختيار کښې دے خو هغه ژوندے پرېږده.“ 7نو شېطان د مالِک خُدائ د حضور نه لاړو او په ايُوب باندې يې د سر نه تر پښو پورې خرابې دانې راوخېژولې. 8نو ايُوب د خاورې د مات لوښى يوه ټوټه واخستله او ځان يې ورباندې ګرولو او په ايرو باندې کښېناستو چې خپل خفګان څرګند کړى. 9نو ايُوب ته خپلې ښځې ووئيل، ”تر اوسه پورې تۀ لا په خپل صداقت قائم يې؟ په خُدائ پاک لعنت ووايه او مړ شه.“ 10خو هغۀ خپلې ښځې ته وفرمائيل، ”تۀ خو لکه د کم عقلې ښځې په شان خبرې کوې، ولې مونږ به د خُدائ د طرفه صرف ښۀ څيزونه اخلو څۀ او هيڅکله به ترې نه بد نۀ اخلو؟“ خو د دې ټولو خبرو باوجود ايُوب د خُدائ پاک خِلاف يوه خبره هم ونۀ کړه.
د ايُوب درې ملګرى
11نو چې کله د ايُوب درې ملګرى د هغه ټولو مصيبتونو نه خبر شول کوم چې په ايُوب باندې راغلى وُو، نو هغوئ هر يو د خپل خپل کور نه روان شول هغوئ په يو ځائ ايُوب له ورغلل چې د تسلۍ خبرې ورته وکړى. د هغوئ نومونه دا دى، اليفز تيمانى، بِلداد شوحى، او ضوفر نعماتى. 12کله چې هغوئ ايُوب د لرې نه وليدلو، نو هغه د پېژندګلو نه وتے وو خو چې کله يې وپېژندو نو په چغو چغو يې وژړل، هغوئ د غم نه خپلې چُوغې وشلولې او په سر باندې يې خاورې واچولې. 13هغوئ د هغۀ سره په زمکه باندې اووۀ شپې او اووۀ ورځې ناست وُو او يو کس هم هغۀ ته يوه خبره هم ونۀ کړه، ځکه چې هغوئ ته پته وه چې د هغۀ تکليف ډېر زيات دے.

Currently Selected:

ايُوب 2: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in

YouVersion uses cookies to personalize your experience. By using our website, you accept our use of cookies as described in our Privacy Policy