نو بيا ايُوب پاڅېدو، خپله چُوغه يې وشلوله، خپل سر يې کل کړو او په زمکه باندې يې سجده ولګوله. هغۀ وفرمائيل، ”زۀ د مور نه خالى لاسونه پېدا وم او خالى لاسونه به د دې دُنيا نه ځم، هر څۀ ما له مالِک خُدائ راکړى وُو او مالِک خُدائ رانه واپس واخستل، د مالِک خُدائ د نوم ثناء صِفت دې وى.“ د دې هر څۀ باوجود ايُوب په خُدائ پاک د اِلزام لګولو ګناه ونۀ کړه.