YouVersion Logo
Search Icon

يشعياه 1

1
اول باب
اول باب
1په دې کِتاب کښې د يهوداه او د يروشلم په حقله هغه پېغامونه دى کوم چې خُدائ پاک د آموص زوئ يشعياه باندې په هغه وخت کښې څرګند کړل کله چې عُزياه، يوتام، احاز او حزقياه د يهوداه بادشاهان وُو.
يو سرکشه قوم
2مالِک خُدائ وفرمائيل، ”اے زمکې او آسمانه، زۀ چې څۀ وايم نو هغه واورئ. ما چې د کومو بچو پالنه کړې ده او خيال مې ساتلے دے نو هغوئ زما خِلاف بغاوت کړے دے. 3غوَيے خپل مالِک پېژنى او خر د خپل مالِک اخور پېژنى. خو بنى اِسرائيل خپل مالِک نۀ پېژنى، زما خلق د عقل نه خلاص دى.“ 4اے ګناهګار قومه، تاسو خپلو ګناهونو رالاندې کړى يئ. بدعمله نسله، بدکرداره بچو، تاسو خپل مالِک خُدائ رد کړے دے. کوم چې د بنى اِسرائيلو مقدس خُدائ پاک دے او تاسو د هغۀ نه مخ اړولے دے. 5تاسو خپله سرکشى ولې نۀ پرېږدئ؟ تاسو غواړئ چې نوره سزا هم درته مِلاو شى؟ ستاسو سرونه په زخمونو باندې پټ دى او ستاسو زړونه بيمار دى. 6د سر نه واخله تر پښو پورې ستاسو په بدن کښې يو ځائ هم روغ نشته. تاسو ټول ټکېدلى يئ، زخمى يئ او تغمې درباندې ولاړې دى. نۀ ستاسو زخمونه صفا کړے شوى دى، او نۀ ورباندې مرهم پټۍ شوې ده. 7ستاسو مُلک شاړ شوے دے، ستاسو ښارونه سوزولے شوى دى. ستاسو په وړاندې د پردى مُلک خلق ستاسو پټى لوټ کوى، او هر څۀ چې وينى هغه تباه کوى. 8صرف صيون لور باقى پاتې ده، لکه چې د انګورو په باغ کښې د څوکيدار جومپړۍ پاتې وى يا د بادرنګو په پټى کښې يو څپر بې‌اسرى وى، او د محاصرې لاندې بې‌اسرى ښار وى. 9کۀ مالِک خُدائ ربُ الافواج يو څو کسان ژوندى نۀ وے پرېښے، نو يروشلم به د سدوم او عموره په شان تباه شوے وو. 10اے يروشلمه، ستا حکمرانان او ستا خلق د سدوم او د عموره په شان دى. چې مالِک خُدائ درته څۀ فرمائى نو هغې ته غوږ ونيسه او چې خُدائ پاک درته څۀ ښودنه کوى نو هغې ته توجو وکړه. 11مالِک خُدائ فرمائى، ”کۀ تاسو بې‌شمېره قربانيانې پېش کړئ نو زما پرې څۀ؟ زۀ د ښو ځناورو وازګې او د ګډانو د سوزېدونکو قربانو نه پوزې له راغلے يم. په دې زۀ نۀ خوشحالېږم چې تاسو ما ته د غوَيانو، ګډو او د چېلو وينې پېش کوئ. 12کله چې تاسو زما حضور ته راځئ نو ولې ستاسو خيال دا دے څۀ چې زۀ دا غواړم چې ستاسو ځناور دې زما په دربار کښې ګرځى؟ 13تاسو چې ما له کومې نذرانې راوړئ دا بې‌فائدې دى. تاسو چې د خوشبويۍ کومې مصالحې سوزوئ نو د هغې نه زۀ نفرت کوم. زۀ ستاسو د نوې مياشتې اخترونه، ستاسو د سبت ورځې او ستاسو مذهبى اجتماعګانې نۀ شم برداشت کولے، دا هر څۀ ستاسو د ګناهونو په وجه خراب شوى دى. 14ستاسو د نوې مياشتې د اخترونو او ستاسو د مقدسو ورځو نه زۀ نفرت کوم، دا په ما باندې يو بوج جوړ شوے دے او د دې برداشت کولو نه زۀ تنګ راغلے يم. 15کله چې تاسو د دُعا دپاره لاسونه پورته کړئ، نو زۀ به ستاسو نه مخ واړوم. تاسو چې هر څومره دُعاګانې وکړئ، نو زۀ به يې نۀ قبلوم، ځکه چې ستاسو لاسونه په وينو رنګ دى. 16اول ولامبئ او خپل ځان صفا کړئ. خپلې بد عملى زما د سترګو نه لرې کړئ. آو، نور بد عمل مۀ کوئ، 17نېکى کول زده کړئ. او ګورئ چې اِنصاف کيږى، د چا سره چې ظلم شوے وى د هغوئ مدد کوئ، يتيمانانو له خپل حقُونه ورکوئ او د کونډو د حق دِفاع کوئ.“ 18مالِک خُدائ فرمائى، ”راځئ چې اوس دا مسئله حل کړُو. اګر چې ستاسو ګناهونو تاسو تک سرۀ داغى کړى يئ، خو زۀ به تاسو صفا کړم او لکه د واورې په شان به مو سپين کړم، اګر چې ستاسو داغونه تک سرۀ دى، خو تاسو به د وړۍ په شان تک سپين شئ. 19خو کۀ تاسو خپلې رضا سره تابعدار يئ، نو چې زمکه کوم ښۀ څيزونه پېدا کوى، هغه به تاسو خورئ. 20خو کۀ تاسو اِنکار او سرکشى کوئ، نو د تُورې لاندې به ګېر شئ او مړۀ به شئ. دا د مالِک خُدائ د خولې کلام دے.“
د ګناه نه ډک ښار
21هغه ښار چې په يو وخت کښې وفادار وو اوس د کنجرې په شان شوے دے. په يوه زمانه کښې دا د صداقت او اِنصاف نه ډک وو، خو اوس په کښې صرف قاتِلان پاتې دى. 22اے يروشلمه، ستا خالص سپين زر اوس د ملاوټ نه ډک دى، او ستا بهترينو ميو کښې اوبۀ ګډې شوې دى. 23ستا مشران باغيان شوى دى او د غلو ملګرى شوى دى، هغوئ هر وخت تُحفې او رشوتونه اخلى. هغوئ په عدالت کښې هيڅکله د يتيمانانو دفاع نۀ کوى او نۀ هغوئ ته د کونډو فرياد را رسى. 24نو هغې ته غوږ ونيسئ څۀ چې مالِک خُدائ ربُ الافواج، د بنى اِسرائيلو خُدائ تعالىٰ فرمائى، ”زۀ به خپلو دشمنانو نه انتقام واخلم، او مخالفينو نه به بدل واخلم. 25زۀ به ستاسو خِلاف خپل طاقت استعمال کړم. زۀ به تاسو داسې صفا کړم لکه څنګه چې اوسپنه په اور کښې صفا کيږى او زۀ به ستاسو نه ټول ملاوټ لرې کړم. 26زۀ به تا له هغه شان قاضيان او مشيران درکړم لکه څنګه چې دې پخوا لرل. نو بيا به يروشلم د صادقانو او وفادارو خلقو ښار وبللے شى.“ 27مالِک خُدائ به اِنصاف سره يروشلم بيا آباد کړى او چې څوک هلته توبه وباسى هغه به بچ کړى. 28خو مالِک خُدائ به هغه هر يو کس ريزې ريزې کړى څوک چې ګناه کوى او د هغۀ خِلاف بغاوت کوى، او څوک چې مالِک خُدائ ته شا کړى نو هغه به تباه شى. 29د څېړۍ د مقدسو ونو عبادت سره به چې تاسو خوشحالېدئ نو د هغې په وجه به تاسو وشرمېږئ، او کوم باغونه چې تاسو د بُت پرستۍ دپاره غوره کړى دى نو د هغې په وجه به تاسو وشرمېږئ. 30تاسو به د څېړۍ د داسې ونې په شان يئ چې پاڼې يې اوچې شوى وى او د يو داسې باغ په شان به يئ چې هيڅ اوبۀ په کښې نۀ وى. 31نو هغه تکړه سړى به لکه د بوسو په شان وى او د هغوئ بد عملونه به د اور د بڅرکى په شان وى. دواړه به يو ځائ داسې اور واخلى چې هيڅ څوک به يې مړ کولے نۀ شى.

Currently Selected:

يشعياه 1: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in

YouVersion uses cookies to personalize your experience. By using our website, you accept our use of cookies as described in our Privacy Policy