YouVersion Logo
Search Icon

يشعياه 2

2
دوېم باب
يروشلم به د ابدى امن مرکز وى
1دا هغه پېغام دے چې خُدائ پاک د آموص زوئ يشعياه باندې د يهوداه او يروشلم په حقله نازل کړو. 2په راتلونکى وخت کښې، په کوم غرۀ باندې چې د مالِک خُدائ کور جوړ دے، هغه به د ټولو نه اوچت غر وى، د غرونو په ټولو غونډو باندې به دا د برج په شان اوچت وى. او ټول قومونه به د سېلاب په شان ور روان وى، 3او د ډېرو قومونو خلق به راشى او وبه وائى، ”راځئ چې د مالِک خُدائ غر ته وخېژُو، او چې د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک کور ته لاړ شُو، هلته به هغه مونږ ته خپلې لارې وښائى، او مونږ به د هغۀ په لارو ځو.“ ځکه چې د صيون نه به د هغۀ تعليمات راوځى، او د هغۀ کلام به د يروشلم نه راځى. 4مالِک خُدائ به د قومونو اِنصاف وکړى او د هغوئ په مينځ کښې به لانجې هوارې کړى. هغوئ به د خپلو تُورو نه د يوې خولې جوړې کړى او د خپلو نېزو نه به د بوټو قينچيانې جوړې کړى. قومونه به هيڅکله بيا جنګ له لاړ نۀ شى، او نۀ به بيا دوئ د جنګ تربيت حاصلوى. 5نو اے د يعقوب اولاده، راځئ چې مونږ د مالِک خُدائ په رڼا کښې ګرځو. 6اے مالِکه خُدايه، تا خپل خلق، د يعقوب اولاد رد کړے دے. ځکه چې هغوئ خپل مُلک د نمرخاتۀ د طرف د جادوګرۍ نه ډک کړے دے. د فلستيانو په شان هغوئ هم فالګرو له ځى او د بل مُلک خلقو سره غاړه غټۍ اوسيږى. 7د هغوئ مُلک د سپينو زرو او سرو زرو نه ډک دے او د هغوئ خزانې نۀ ختميږى. د هغوئ مُلک د آسونو نه ډک دے او د هغوئ جنګى ګاډۍ بې‌شمېره دى. 8د هغوئ مُلک د بُتانو نه ډک دے او هغوئ داسې څيزونو ته سجدې لګوى چې هغوئ په خپلو لاسونو جوړ کړى دى. 9نو په دې وجه به هغوئ بې‌عزته او سپک شى. اے مالِکه خُدايه، هغوئ مۀ معاف کوه. 10په غارونو کښې ورننوځئ او د مالِک خُدائ د يرې نه او د هغۀ د شان او شوکت نه ځان په خاورو کښې پټ کړئ. 11د انسان مغروره سترګې به ټيټې کړے شى او د انسان لوئى به په عاجزۍ بدله شى. نو په هغه ورځ به صرف د مالِک خُدائ ثناء صِفت کيږى. 12په هغه ورځ به مالِک خُدائ ربُ الافواج ټول طاقتور خلق او هغه هر څوک چې مغروره يا لوئ وى، هغه ټول به عاجزه کړى. 13هغه به د لبنان لوړ لوړ دِيار او د بسن د مُلک د څېړۍ ټولې ونې تباه کړى. 14هغه به اوچت غرونه او د غرونو اوچتې غونډۍ هوارې کړى، 15هغه به هر يو اوچت برج او د هرې قلعې مضبوط دېوالونه هوار کړى. 16هغه به ټول لوئ سمندرى جهازُونه او ټولې ښائسته کشتۍ ډوبې کړى. 17‏-18د انسان غرور به په عاجزۍ بدل شى او د انسان لوئى به خاورې ايرې شى. بُتان به په مکمله توګه ورک شى او په هغه ورځ به صرف د مالِک خُدائ ثناء صِفت کيږى. 19چې کله مالِک خُدائ د دُنيا يرولو دپاره پاڅى نو خلق به د غرونو په غارونو کښې پټيږى او په زمکه کښې به په سوړو کښې پټيږى، د دې دپاره چې د مالِک خُدائ د دهشت او جلال نه وتښتى. 20کله چې هغه ورځ راشى، نو هغوئ چې کوم د سپينو زرو او سرو زرو بُتان جوړ کړى وى چې عبادت يې وکړى نو هغه به وغورزوى. او هغوئ به منږکانو او ښاپېرکانو ته پرېږدى. 21چې کله مالِک خُدائ د دُنيا يرولو دپاره پاڅى نو خلق به د غرونو په غارونو کښې پټيږى او په زمکه کښې به په سوړو کښې پټيږى، د دې دپاره چې د مالِک خُدائ د دهشت او جلال نه وتښتى. 22په انسان باندې توکل مۀ کوه، د هغوئ ژوند د يوې لحظې دے او د هغې قدر څۀ دے؟

Currently Selected:

يشعياه 2: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in

YouVersion uses cookies to personalize your experience. By using our website, you accept our use of cookies as described in our Privacy Policy