YouVersion Logo
Search Icon

يشعياه ‮پېژندګلو‬

پېژندګلو
د حضرت يشعياه په دې کِتاب کښې د هغوئ دپاره يوه سخته دهمکى ده چا چې د خُدائ پاک پېغام نظرانداز کړو خو دې سره سره د معافۍ او اُميد پېغام بيا هم په کښې موجود دے. د يشعياه اولنى ۳۹ بابونو کښې د يهوداه خلاف د عدالت سخت پېغامونه دى او ورته د توبې او پاکوالى دعوت دے. خلقو په ظاهره د خُدائ پرستۍ شکل جوړ کړے وو خو زړونه يې د ګناه نه ډک وُو. خُدائ پاک هغوئ له د حضرت يشعياه په ذريعه خبردارے ورکړو، چې راشى د خپلو ګناهونو اقرار وکړى او خپل ځانونه پاک کړى، خو خلقو د هغۀ پېغام ته غوږ ونۀ نيولو. حضرت يشعياه د هغوئ په حقله پېشګوئې وکړه چې طاقتور قوم اسور به په هغوئ حمله وکړى او بنديوان به يې بوځى. هغه هم دا اميد ورکوى چې يوه ورځ به خلاصونکے هغوئ بچ کړى. په آخرى ۲۷ بابونو کښې د خُدائ پاک د معافۍ، تسلۍ، او اُميد ذکر دے کله چې خُدائ پاک د حضرت يشعياه په وسيلې خبرې کوى، او ورته د حضرت عيسىٰ مسيح په راتلو کښې د خلاصون او برکت منصوبه څرګندوى. کله چې اِسرائيل پستۍ طرف ته روان وو نو حضرت يشعياه ورته د اسوريانو د حملې د خطرې په حقله وفرمائيل خو اِسرائيل د هغۀ خبردارى نه اِنکار وکړو او راتلونکى تباهۍ ته يې هيڅ غور ونۀ کړو. هغۀ ورته خبردارے ورکړو چې د يهوداه د خلقو ګناه به په هغوئ د خُدائ پاک عدالت راولى، او هغۀ ورته دا هم وفرمائيل چې خُدائ پاک قادر مطلق دے او هغه به دوئ د جلاوطنۍ نه د فارس د خورس بادشاه په وسيلې واپس راولى. دا کِتاب د يوې هستۍ په حقله خبرې کوى چې ډېر غمونه به برداشت کړى، هغه به زمونږ د ګناهونو په بدل کښې زخمى کړے شى، او په تاريخ کښې به راشى چې هغه زمونږ خلاصونکے دے. په آخرى بابونو کښې خُدائ پاک د يو نوى تخليق په حقله ښائسته بيان کوى په کوم کښې به چې خُدائ پاک د بادشاه په شان حکمرانى کوى، د بدعملو عدالت به کوى او ابدى امن به قائموى. د حفظ کولو دپاره ۴۱‏:_۱۰ آيت ”يرېږئ مۀ، زۀ ستاسو مل يم. زۀ ستاسو خُدائ پاک يم، د څۀ نه هم مۀ وارخطا کېږئ. زۀ به تاسو مضبوط کړم او طاقت به درکړم، زۀ به په خپل زورَور ښى لاس سره ستاسو حِفاظت کوم.“

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in

YouVersion uses cookies to personalize your experience. By using our website, you accept our use of cookies as described in our Privacy Policy