YouVersion Logo
Search Icon

حجى 1

1
اول باب
د مالِک خُدائ د کور جوړولو حُکم
1د داريوس بادشاه د بادشاهۍ په دوېم کال د شپږمې مياشتې په اوله ورځ، د مالِک خُدائ کلام د حجى پېغمبر په وسيله زرُبابل د شلتى‌اېل په زوئ نازل شو چې د يهوداه حکمران وو، او يشوَع ته چې د مشر اِمام يهوصدق زوئ وو. 2”دا هغه څۀ دى چې مالِک خُدائ ربُ الافواج يې فرمائى، دا خلق وائى چې د مالِک خُدائ د کور بيا جوړولو وخت لا نۀ دے راغلے.“ 3بيا د مالِک خُدائ پېغام د حجى پېغمبر په ذريعه راغلو چې، 4”آيا تاسو ته دا ښۀ ښکارى چې زما کور کنډر پروت وى او تاسو په عالى شان کورونو کښې اوسېږئ؟ 5اوس مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى، تاسو سره چې څۀ کيږى ورباندې غور وکړئ. 6تاسو ډېر تخم کَرلے دے، خو فصل مو لږ رېبلے دے. تاسو خوراک کوئ خو ورباندې مړېږئ نه. تاسو اوبۀ څښئ، خو تنده مو پرې نۀ ختميږى. تاسو جامې اغوندئ، خو پرې نۀ ګرمېږئ. تاسو تنخواه ګټئ، خو صرف په هغه بټوه کښې اچولو دپاره چې په کښې سورى وى. 7مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى چې په خپلو کارونو ډېر غور کوئ. 8بره غر ته لاړ شئ او لرګى ترې لاندې راوړئ، او زما کور جوړ کړئ، نو چې زۀ پرې خوشحاله شم او عزتمند شم، مالِک خُدائ داسې فرمائى. 9تاسو د ډېرو په طمع وئ، خو وګورئ، دا لږ وختل. تاسو چې کور ته څۀ راوړل، هغه ما په هوا کښې والوځول. ولې؟ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى. زما د کور په وجه چې ګډ‌وډ پروت دے، او تاسو ټول په خپلو کورونو جوړولو کښې مصروف يئ. 10نو ځکه ستاسو په وجه، آسمانونو پرخه ورول او زمکې فصل کول بند کړل. 11ما د اوچ کالۍ حکم کړے دے چې په زمکه او غرونو، په غله، په نوې ميو، په زيتُونو تېلو او په هر قسمه پېداوار چې زمکه يې کوى، په انسانانو او ځناورو، او ستاسو د لاسونو په محنت دې راشى.“ 12بيا زرُبابل د شلتى‌اېل زوئ، يشوَع د مشر اِمام يهوصدق زوئ، او د مالِک خُدائ پاتې شوو ټولو خلقو د مالِک خُدائ د هغوئ د خُدائ پاک خبرې ومنلې چې د حجى پېغمبر په ذريعه وئيلے شوې وې چې مالِک خُدائ د هغوئ خُدائ پاک هغه رالېږلے وو. او خلق د مالِک خُدائ نه ويرېدل. 13بيا حجى، د خُدائ پاک پېغمبر، خلقو ته د مالِک خُدائ دا پېغام ورسولو، ”زۀ ستاسو مل يم، مالِک خُدائ فرمائى.“ 14نو مالِک خُدائ د زرُبابل د شلتى‌اېل د زوئ جذبه راپاروله چې د يهوداه حاکِم وو، او د يشوَع جذبه چې د مشر اِمام يهوصدق زوئ وو، او د مالِک خُدائ د ټولو ژوندى پاتې شوو خلقو جذبه. هغوئ راغلل او د مالِک خُدائ ربُ الافواج چې د هغوئ پاک خُدائ وو په کور يې کار شروع کړو. 15دا کار د داريوس بادشاه د بادشاهۍ په دوېم کال د شپږمې مياشتې په څليريشتمه ورځ شروع شو.

Currently Selected:

حجى 1: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in

YouVersion uses cookies to personalize your experience. By using our website, you accept our use of cookies as described in our Privacy Policy