YouVersion Logo
Search Icon

حجى 2

2
دوېم باب
د مالِک خُدائ د نوى کور وعده شوے شان او شوکت
1د اوومې مياشتې په يويشتمه ورځ، د مالِک خُدائ کلام په حجى پېغمبر نازل شو چې، 2”زرُبابل د شلتى‌اېل زوئ ته چې د يهوداه حکمران دے، يشوَع ته چې د مشر اِمام يهوصدق زوئ دے، او د مالِک خُدائ پاتې شوى خلقو ته ووايه. هغوئ نه تپوس وکړئ، 3په تاسو کښې داسې څوک پاتې دى چا چې د خُدائ د دې کور مخکښې شان او شوکت ليدلے وو؟ دا تاسو ته اوس څنګه ښکارى؟ ولې دا تاسو ته هيڅ هم نۀ ښکارى څۀ؟ 4خو اوس تکړه شه، اے زرُبابله، مالِک خُدائ فرمائى چې، تکړه شه، اے يشوَع د مشر اِمام يهوصدق زويه، تکړه شه، اے د دې مُلک ټولو خلقو، مالِک خُدائ فرمائى، کار کوئ. ځکه چې زۀ ستاسو مل يم، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى، 5لکه څنګه چې ما تاسو سره وعده کړې وه کله چې تاسو د مِصر نه بهر راوتلئ. زما روح ستاسو په مينځ کښې دے نو تاسو مۀ يرېږئ. 6مالِک خُدائ ربُ الافواج دا فرمائى چې، لږ وخت پس به زۀ آسمان او دُنيا، سمندر او اوچه زمکه وخوځوم. 7زۀ به ټول قومونه ولړزوم، او د ټولو قومونو خزانې به راوړے شى او زۀ به دا کور د جلال نه ډک کړم، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى. 8سپين زر زما دى او سرۀ زر هم زما دى، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى. 9د دې موجوده کور جلال به د مخکښې کور د جلال نه زيات وى، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى. او زۀ به په دې ځائ کښې امن راولم. مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.“
د ناپاکو خلقو دپاره برکت
10په څليريشتمه ورځ د نهمې مياشت، د داريوس د بادشاهۍ په دوېم کال، د مالِک خُدائ کلام په حجى پېغمبر نازل شو، 11”مالِک خُدائ ربُ الافواج وفرمائيل چې، اِمامانو نه تپوس وکړئ چې شريعت په دې حقله څۀ فرمائى. 12کۀ چرې يو سړے د قربانۍ نه مقدسه غوښه په خپله لمنه کښې واچوى او چرته يې وړى، او د هغۀ لمن روټۍ يا ترکارۍ، ميو، تېلو يا نور د خوراک څيزونو سره ولګى، آيا دا څيزونه به هم مقدس شى؟“ نو اِمامانو په جواب کښې ووئيل چې، ”نه.“ 13بيا حجى وفرمائيل، ”کۀ چرې يو سړے د مړى سره په لګېدو باندې ناپاک شى بيا کۀ هغه په دې کښې څۀ څيز سره ولګيږى، آيا دا به ناپاک شى؟“ ”آو،“ اِمامانو جواب ورکړو، ”دا به ناپاک شى.“ 14بيا حجى وفرمائيل، ”زما په نظر کښې د دې خلقو او د دې قوم هم دا حال دے. مالِک خُدائ فرمائى چې، دوئ چې څۀ کوى او څۀ قربانى کوى هغه ناپاک دى. 15د دې نه وړاندې چې د مالِک خُدائ د کور د بنياد کاڼى يو په بل نۀ وُو اېښودلے شوى، اوس دې خبرې ته ښۀ خيال وکړئ چې ستاسو به څۀ حال وو؟ 16کله چې تاسو د غلې د شلو بورو په اُميد راغلى وئ، نو هلته صرف لس بورۍ وې. کۀ څوک د ميو چاټۍ ته راغلو چې سل ليټره ترې راوباسى، او هلته صرف پنځوس ليټره وې. 17ما ستاسو د لاس په ټولو کارونو، تِليا او پپونکې او ږلۍ راوسته. خو تاسو بيا هم ما ته واپس رانۀ غلئ، مالِک خُدائ دا فرمائى. 18تاسو په دې نننۍ ورځ چې د نهمې مياشتې څليريشتم تاريخ دے سوچ وکړئ، کله چې په دې ورځ د مالِک خُدائ د کور بنياد کېښودلے شو. په دې فکر وکړئ، 19زۀ اوس تاسو سره وعده کوم په دې وخت کښې چې غله لا په ګودام کښې شته، تاسو تر اوسه پورې خپل فصل نۀ دے لو کړے، او ستاسو د انګورو بوټو او د اينځرو ونو، انار او د زيتُونو ونو هيڅ مېوه لا نۀ ده کړې. خو د نن نه به زۀ تاسو له برکت درکړم.“
زرُبابل سره د مالِک خُدائ وعده
20په هم هغه ورځ د هغې مياشتې په څليريشتمه ورځ د مالِک خُدائ کلام په دوېم ځل په حجى نازل شو چې، 21”زرُبابل ته ووايه چې د يهوداه حکمران دے چې زۀ به آسمان او زمکه وخوځوم. 22زۀ به شاهى تختونه اولټه کړم او د پردو حکومتونو طاقت به ختم کړم. زۀ به جنګى ګاډۍ او د دې چلوونکى په بل مخ واړوم، آسونه او د دې سوارۀ به يو بل ووژنى. 23مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى چې، زۀ به تا په هغه ورځ بوځم، زما خِدمت کوونکى زرُبابل د شلتى‌اېل زويه، مالِک خُدائ فرمائى، او زۀ به تا لکه د خپل مهر د ګوتې په شان کړم، ځکه چې تۀ ما خوښ کړے يې. مالِک خُدائ ربُ الافواج دا فرمائى.“

Currently Selected:

حجى 2: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in

YouVersion uses cookies to personalize your experience. By using our website, you accept our use of cookies as described in our Privacy Policy